د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

په ننګرهار کې د ځينو خوراکي توکو بیې لوړې شوي


د تیرو کلونو په څېر سږ کال هم په ننګرهار کې د روژې د مبارکې میاشتې په را رسیدو سره د ځینو خوراکي توکو بيې لوړې شوي.

د ننګرهار ځينې اوسیدونکي وايي، چې زیاتره د هغو توکو، چې په دې میاشت کې يي تقاضا ډيره وي نرخونه يې هم لوړ شوي دي:

"حبیب الرحمن د ننګرهار اوسیدونکی یم، تاسې ته به معلومات وي، چې د روژې مبارکې میاشتې په را رسیدو سره دلته د خوراکي شیانو نرخونه لوړ شول او خلک مجبوره دي، چې پیسې ورکړي ولې ډیر خلک غریب دي توان نه لري.

زمانوم فدا محمد دی پکار داسې وه، چې د روژې په میاشت کې باید خوراکي توکي ارضانه کیدلی،ځکه دا مبارکه میاشت ده او خلک غریب دي،دلته برعکس هغه خوراکي توکي،چې د روژې په میاشت کې ترې استفاده زیاته کیږي،لکه ملايي،نوشابه،روح افزا،غوړي،بوره او نور ډير شیانو بيې لوړې شوي"


که څه هم دغه اوسیدونکي د بیو د لوړولو لامل په بازارونو کې د نرخونو نه کنټرول په ګوته کوي،ولې د ننګرهار د اصنافو د اتحاديې مرستیال حاجي عزیزالرحمن عرب بیا وايي، چې دوی نه يوازې د روژې په میاشت بلکې په نورو وختونو کې هم پر دکاندارنو کنټرول لري او ورته يي نرخونه ټاکلي.

نوموړی د ځینو خوراکي توکو د نرخونو د لوړیدو لامل انحصاري سوداګري په ګوته کوي.

دی وايي،چې د روژې په میاشت کې یوازې د هغو توکو نرخونه لوړیږي،چې د هغې د تجارت حق یوازې یوې کمپنۍ ته ورکړل شوی وي.

عرب وايي،ځينې شرکتونه یا سوداګر شته،چې هغوی په سترې محکمې او اقتصاد وزارت کې د ځینو خوراکي توکو د تجارت حق یوازې ځان پورې تړلی یانې انحصار کړی،چې ډير کله په بازارونو کې دغو خوراکي توکو ته اړتیا زیاته شي،نو یادې کمپنۍ پر خوراکي توکو محدودیتونه لګوي او په لوړ قیمت يې بازار ته عرضه کوي:

"موږ دکاندارانو ته په وار وار ویلي،چې خپل نرخونو کې کنټرول راولي،هغوی هم وايي،چې ځينې شرکتونه،بازار له خوراکي توکو تږی ساتي او بل چا ته هم د د هغو توکو د تجارت حق نه ورکوي،نو کله،چې د دوی زړه شي بازار ته خوراکي توکي وړاندې کړي او هغه هم د دوی د خوښې په قیمت،ترڅو چې دغه ډول شرکتونه،چې هغوی بازارونه انحصار کړي دي،ورک نشي د بېلابېلو توکو په بیو کې به کنټرول نه وي"

د کتوونکو په اند د اساسی قانون له مخې افغانستان د ازاد بازار سیستم منلی ،خو ددغه سیستم د پلې کیدو په خاطر قانون نیمګړی او یا هم نه دی عملي شوی،دارنګه خصوصي سکټورونه شته،ولې په هغې کچه نه دي پیاوړي،چې هغه د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووایي او هم په خپل منځ کې د سیالۍ له مخې توازن وساتي.

د چارو د پوهانو په خبره همدا لامل دی،چې په تیرو څو کلونو کې دغه بازار تر ډیره بریده انحصاري بڼه خپله کړې ده او دا کار د هېوادوالو پر وړاندې لوی اقتصادي خنډ دی.

دوی وايي اوس هم د هېواد په کچه د خلکو د اړتیا وړ لومړني ممواد،لکه تيل،ګاز او نور خوراکي توکي د ګوتو په شمار څو شرکتونو په خپل انحصار کې ساتلي دي،چې د نرخونو ټاکل يي د خپل زړه کار دی.

ننګرهارـ شاه محمود ـ شینواری
XS
SM
MD
LG