د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د کندز کروندګر وايي، سږ کال يي د خټکيو حاصلات ښه وو


د کندز ولایت کروندګر وايي چې؛ د خپلو خټکېو له فالېزونو څخه یې سږکال ښه حاصل اخیستی دی. دوی وايي چې که څه هم سږکال یې د زراعتي افاتو له وېرې په لږه ځمکه کې خټکي کرلي خو حاصل یې ډېر ښه و،محمدرحیم د چپرمه کلي اوسېدونک وایي:

"پروسږکال یې په دېرش جریبه ځمکه کې خټکي کرلي و، هېڅ حاصل یې وانخیست، خو سږکال یې حاصل ښه دی."

د کندز د کرنې ریاست د نباتانو د ساتنې مدیر ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې سږ کال دوي د زراعتي افاتو عامل وپلټل او د نباتي ناروغیو د درملو په ورکولو سره یې له کروندګرو سره مرسته وکړه.
XS
SM
MD
LG