د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

په ننګرهار کې د لمریزې بريښنا "سولر" استعمال زیات شوی


ننګرهار د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د اوړي په موسم کې په دې ولایت کې هوا ډیره ګرمه وي.

په دارنګه ګرمه سیمه کې،چې له یوې خوا د شخصي جنراتورونو بيې اسمان ته پورته شوي وي او بل لورې ډیره برخه خلک غریب دي، نو مجبوره شوي، چې ځان ته یوه اقتصادي بريښنا،چې سولر یا لمریزه بريښنا ده جوړه کړي.

په جلال اباد ښار کې د لمریزې بريښنا خرڅوونکي وايي، چې د نورو کلونو په پرتله د دوی بازار ډير تود شوی.

ګل والي، چې د جلال اباد په ښار کې د لمریزو تختو او دې پورې تړلي نور برقي وسایل خرڅوي وايي دا،چې په افغانستان کې ددغو لمریزو بريښنا تختو استعمال زیات شوی،نو د افغان سوداګرو په غوښتنه چين او هندوستان د دغو لمریزو بريښنا تختو د بیو د ټيټولو ترڅنګ کیفیت يې هم راټيټ کړی دی:

"سولر ښه شی دی، اطرافو ته خو بیخي برق نه دی تللی او ښار کې هم خلک ترې ګټه اخلي،اوس ګرمي ده بازار يې هم ګرم دی، دا ډیر کله لرو پرتو سیمو ته ځي او په ښار کې هم خلک استعمالوي، مخکې ددې بريښنا کیفیت به ښه و،خو اوس زموږ سوداګر،چې چین او هندوستان ته لاړ شي ورته وايي،چې موږ ته کمه بیه سولرې برابرې کړه،نو هغوی بیا د بريښنا تولید ورته کموي"

د دکاندارانو په خبره په دغو لمریزو تختو کې مختلف ډولنه شته،چې ځينې يې زیاته بريښنا تولیدی او ځينې تختې يې بیا کمه بريښنا تولیدوي.

دارنګه اوس دغې لمریزې بريښنا ته ځانګړي پکي او کولرې هم جوړې شوي،چې د دکاندارانو په خبره په ګرمۍ کې يي بازار ډیر تود دی.

بل خوا هغه خلک،چې د لرو پرتو سیمو څخه د دیادې بريښنا د رانیولو په خاطر جلال اباد ته راغلي وايي،چې دا بريښنا ورته ډيره ګټوره تمامیږي.

دوی وايي په لروپرتو ولسواليو کې خو بيخي برق نشته او ښار ځينې خلک بیا وايي،چې د جنراتوري بريښنا د یوې میاشتې په بیل د دوی د لمریزې بريښنا تختې کیږي او دا بيا تر ډيره وخت کار کوي:

"زما نوم سمیع الله دی،دلته راغلی یم،چې دا تختې واخلو،جنراتوري برق شته خو هغه ډير قیمته تمامیږي.

نورعلي شاه مې نوم دی،د جنراتور برق قوي دی،خو دا زموږ لپاره ارزانه دی.

زه له مومندرې څخه راغلی یم،جنراتور ته زموږ توان نه رسیږي،راغلم ،چې دا د سولر شیشه واخلم او تېل ګران دي موږ وته پیسې نشو پوره کولی"


د ننګرهار ولس په کلونو کلونو د نغلو د بند څخه د بريښنا تيریدولو انتظار کاوه،خو بلاخبره هغه تمه هم د خلکو لنډه شوه او له نغلو څخه بريښنا جلال اباد ته تېره شوه،ولې هغه تمې،چې خلکو د بريښنا د مشکلاتو د لرې کیدو په برخه کې درلودې هسې بې ځایه وختې.

هغه ځکه،چې کومو سیمو ته،چې نوې بريښنا توزیع شوې پر هغوی کله په یوه او کله په بله بهانه بريښنا قطع کیږي او ځینو سیمو ته،چې نوې بريښنا نه ده تېره شوې پخوانۍ دولتي بريښنا یوازې د ورځې له خوا کله کله ورپريښودل کیږي او خلک يې مجبوره کړي،چې د شپې لخوا جنراتوري بريښنا تېره کړي او یا هم د لرو پرتو سیمو د اوسيدونکو په څېر له لمریزې بريښنا نه ګټه پورته کړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG