د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

په افغانستان کې د وړیو صنعت ته ډیره سرمایه پکار ده


زیاتو غربي ورځپاڼو په خپلو وروستیوګڼو کې په کابل کې د وروستیو حملو په اړه لیکنې کړي دي.

د بریتانيې چاپ ورځپاڼې ګارډين تر دې سرلیک لاندې ( امریکا د طالبانو سره سولې ته تعهد لري) لیکي چې؛ په قطر کې د طالبانو دفتر له یو شمېرمخالفتونو سره پرانیستل شو، خو امریکا لا هم انتظار ده چې طالبان به څه وخت د سولې لپاره د خبرو پيل ته تیار شي.

د ګارډين په لیکنه: د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز دابینز په دوحه کې له قطري چارواکو او په کابل کې له ولسمشر کرزي سره تر خبرو وروسته وویل، چې طالبان د خپل سیاسي دفتر د پرانیستلو په برخه، په ځانګړي ډول د بیرغ د پورته کولو او د خپل نشان د ځړولو په اړه له غلطفهمۍ سره مخامخ شوي دي.

د ګارډين په لیکنه، د قطر حکومت د افغانستان او د امریکا د دولت تر فشار لاندې د طالبانو د دفتر له دروازو او ورونو داسې تحریک کونکي پيغامونه لري کړل.

طالبانو هغه وخت پر ځان د اسلامي امارت نوم ایښي وو او سپین بیرغ یې پورته کړی وو.

خو ګارډین لیکي، چې د امریکا ځانګړي استازي جیمز دا بینز ویلي چې؛ دا یوازې یو سو تفاهم نه وو، بلکه طالبانو غوښتل چې له دې دفتر څخه د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار واخلي او په دې برخه کې د هغوي ناکامي د هغوي تر بري ستره وه.

ګارډين لیکي: سره له دې د طالبانو لپاره دفتر پرانیستل شوی دی خو هغوي له تشدد څخه لاس نه دی اخیستی. خو د ورځپاڼې په وینا د امریکا استازی وايي چې؛ له طالبانو سره د سولې او مذاکرې پیغام واضح دی، امریکا د هغوی ځواب ته انتظار کوي او له انتظاره پرته بله لاره هم نه لري.

د بریتانیې چاپ بله ورځپاڼه فایننشیل ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغانستان پر یوه بله مسله مقاله لري.

فایننشیل ټایمز لیکي، په افغانستان کې لږترلږه اوه میلیونه اوزې شته چې له وړیو څخه یې د کشمیرې د تولید لپاره کار اخیستل کېدلای شي.

د امریکا متحدو ایالاتو په افغانستان کې د کشمیرې د تولید پر پروژو پانګونه کړې او په هرات کې د وړیو د پروسس یو شرکت تمیولوي.

د دې شرکت څخه بیا وړۍ د رنګ لپاره بریتانیې ته لیږدول کېږي تر څو د ټوکر د تولید لپاره تیار شي.

فایننشیل ټایمز ورځپاڼه لیکي چې؛ د افغانستان د وړیو زیاته برخه په خام ډول چېن ته استول کېږي، خو اوس د یورک شایر شرکت په افغانستان کې د اوزو د ساتنې لپاره خلک روزي او په دې برخه کې کار کوي.

یورک شایر د وړیو د صنعت لپاره د ځانګو حیثیت لري او هغه کشمیره چې په سکاتلند کې تولیدیږي نړېوال شهرت لري.

سکاټلند اوس په افغانستان کې د وزې د وړیو ورته بازار ته سترګې په لاره دی.

البته فایننشیل ټایمز لیکي چې؛ د افغاني وزو د وړیو یو ستر مشکل دا دی چې ډير تاریک رنګ لري نو په روښانه رنګونو بدلول یې ګران کار دی. د افغاني وړیو د یوې کېلو بیه له پينځو تر سلو ډالرو رسیدلای شي.

ورځپاڼه وايي چې؛ که چېرې له دې وړیو سم کار واخیستل شي نو دافغانستان لپاره ډیره ګټه درلودلای شي.

XS
SM
MD
LG