د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ایا له افغانستان سره به د هند مرستې وړیا وي؟


کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو په افغانستان کې د جګړې د نوي فصل او هند ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر په اړه لیکنې او تبصیرې کړي دي.

باور:

باور خپلواکې ورځپاڼې د ملي دفاع وزارت دویاند له خولې لیکي؛ د پاکستان مدرسې افغانستان کې د ځانوژونکو بریدونو لپاره رخصت شوې.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې د افغان کارپوه عبدالرحمن هوتکي خبره راخیستې؛ چې ویلي یې دي، د پاکستان څارګره اداره پرطالبانو د جګړې فشار راوړي او ترڅنګ یې د خپلو مدرسو طالبان جګړې ته د وسله والو طالبانو د بشري ځواک په توګه استوي.

یاده ورځپاڼه وړاندې لیکي، نه یوازې د پاکستان سروې ګانو دا ښودلې، بلکې نړیوالې سروې ګانې هم دا څرګندوي چې د پاکستان په دیني مدرسو کې ترهګریزې زده کړې ورکول کیږي.

خدمتګار په خپله سره مقاله کې لیکي؛ په دې وروستیو کې د طالبانو په وړاندې ولسي پاڅونونو او د پاکستان د سرحدي تېریو په وړاندې د افغان ولس چټک غبرګونونو د طالبانو د جګړې او د پاکستان د مداخلې ملا ورماته کړه.

د لیکوال په اند پاکستان او طالبان غواړي چې؛ د تاوتریخوالي، بمي او ځانوژونکو حملو له لارې د خپل زیانمن شوي؛ موقف او حیثیت د بېرته اعاده کولو کوښښ وکړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې؛ د وروستیو حملو سرچینې له کومه ځایه دي؟

سرمقاله لیکونکي خپلې پوښتنې ته ځواب ویلي، تر لمر روښانه ده، یوازې د داسې بدمرغې پېښې غندنه، یوازې پر "آی اېس آی" د لعنتونو باران یوازې د خواخوږۍ او غندنې پیغامونه زموږ د ولس درد دوا کولای نه شي.

لیکوال وړاندیز کوي، په زغرده وایو، چې که ولس د دې بدمرغیو په وړاندې سره متحد او یو نه شي، یو جدي دریځ غوره نه کړي همدغه حالت به دوام لري.

ویسا ورځپاڼې د هند او چین د مشرانو له خولې لیکي، د افغانستان د شخړې د هواري لپاره به د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره په ګډه هلې ځلې وکړو.

محور:

محور ورځپاڼه په خپل لومړی مخ کې لیکي؛ پاکستان فشار راوړي، چې افغان ولسمشر د خپل دغه ستراتیژیک او د محتوا له اړخه خوندي سفر په درشل کې ووېروي.

یاده ورځپاڼه د افغان کار پوهانو له خولې لیکي؛ ښايي ولسمشر کرزی او هندوستان د مجبوریت له مخې د کوم سخت انتخاب پر لور چې په تېرو لسو کلونو کې یې نه دی خوښ کړی؛ ولاړشي.

د مطلب د لیکوال په باور، د هند د سفر د جزیاتو په اړه تر ټولو مهمه موضوع چې پاکستان وارخطا کولای شي؛ د افغان پوځ دروزنې او تجهیز په هکله له هند سره په خبرو تمرکز دی.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، هند ته د افغان پلاوي د بحث اصلي او مهمه برخه له افغان ځواکونو سره دهند له خوا د پوځي تحهیزاتو مرسته ده.

سرمقاله لیکونکی لیکي، دا لامعلومه نه ده، چې احمتالی مرسته به وړیا اوکه په بیه وي، خو د افغان لوري له رسمي غوښتنې وړاندې هندي چارواکو ویلي چې؛ په دې اړه غور کوي او چمتو دي چې افغان پوځ تجهیز او وسلې ورکړي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې په دغه تجهیزاتو کې درنې وسلې او هوايي ځواک راځي، چې افغان دولت یې کلونه کلونه له امریکا څخه غوښتنه کويګ خو هغوی تراوسه پورې دا کار نه دی کړی.

ارمان ملي:

په پای کې ارمان ملي ورځپاڼه په خپل سره مقاله کې لیکي؛ هند د افغان ولس او افغانستان ښه دوست دی.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG