د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

"پاکستان باید د افغان خاورې د لاندې کولو فکر له سره وکاږي"


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د پنځمې ورځې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګوشتې د شخړې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي باور ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو سره د افغان امنیتي چاوراکي له خولې لیکلي، د ګوشتې په جګړه کې ۵۰ پاکستانو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي، چې په یاده جګړه کې په سیمه کې د څلورو پوستو په بشپړ ډول د ویجاړېدو ترڅنګ د مقابل لوري یو ټانک او یو زیکویک هم له منځه تللي دي.

یادې ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، پاکستان باید د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د افغان خاورې د لاندې کولو فکر له سره وکاږي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د یوه نوم پټي افغان سرچېنې له خولې لیکلي پاکستان له یوه پیاوړي هېواد سره د افغان دولت د کمزورۍ لپاره لاس یو کړی.

ورځپاڼه لیکلي دغه هېوادونه غواړي دولتي موسسې او ادارې بې اعتباره او حکومت منزوی کړي.

سرنوشت د کتونکو نظر اخیستی او لیکي دي داسې ښکاري چې لوېدیځ د افغانستان لپاره کوم بل پلان لري او د پاکستان پر مټ یې عملي کوي.

یادې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې په توندو ټکو سره پر امریکا نیوکې کړې دي او لیکلي دي له پاکستان سره ستونزه،له امریکا سره ستونزه ده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې امریکا څه وخت وړاندې په واضحو ټکو وویل چې دوی د ډیورنډ کرښه د یوه رسمي سرحد په توګه پېژني.

د لیکوال په اند د افغانستان اصلي ستونزه له امریکا سره ده،که د پاکستان شا ته امریکا نه وي او پر دې ډاډه نه وي چې امریکا زموږ ملاتړې ده،نو هېڅکه دغه ډول تحرکات نه شي کولای.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ولسي جرګې خبرې راخیستې اولیکلي دي پاکستاني ځواکونه ۴۵ کېلومتره د ډیورنډ له کرښې وړاندې راغلي دي.

د ویسا سرمقاله لیکوونکې دولت ته وړاندیز کوي چې دګوشتې او کونړ د فرضي کرښې په اوږدو کې خپل دفاعي ځواکونه پیاوړي کړي.

محور ورځپاڼې لیکلي په ګوشته اوناړۍ کې د پاکستان د پوځي تاسیساتو جوړول اوجګړه د ډیورنډ درسیمت لپاره دهغو اقداماتو پیل دی،چې امریکا یې له پاکستان سره دیوې پټې معاملې د پیش شرط په توګه مني.

ورځپاڼه لیکلي دا نښې په ملګروملتونو کې درسمي معضلې په توګه له مطرح کېدو سره سم دامریکا ملاتړ ورخپلوي.

د مطلب دلیکوال په باور پاکستان د تورخم نه پېښور ته غځېدلې لاره د رغونې په پلمه تړي اوغواړي دګوشتې پراخوا یوه بله لاره پرانېزي،چې دپاسپورت په پلمه به په ګوشته کې ډیورنډ لاین ته ترتورخم مستحکمه دروازه کېنوي.

خدمتګار ورځپاڼې لیکلي د ډیورنډ کرښې په اړه بزدلانه څرګندونې مردودې دي.

یادې ورځپاڼې دمحقیق خبرې راخیستې چې ویلي دي د ډورنډ کرښې دپړي کشولو مسله باید پای ومومي او دغه مساله دافغانستان په ګټه نه ده.

او په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې په وزیرانو شورا کې په ګوشته کې له پاکستاني پوځیانو سره په نښته کې دمحمد قاسم په ګډون دسرحدي پولیسو دسرښندنې او ستایلو په ترڅ کې په دې اړه دهېوادوالو له زیاتو او تودو ولولو مننه وشوه.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG