د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

په ګوشته کې سرحدي ځواکونه درنو وسلو ته اړتیا لري


د ننګرهار په ګوشتي ولسوالۍ کې افغان سرحدي پولیس وايي چې؛ له پاکستان سره د روانې شخړې لپاره دوی کافي درنې وسلې نه لري.

په داسې حال کې چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ له پاکستان سره د ډیورنډ د کرښې په اږدو کې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو د یوې نښتې شاهده وه؛ په دې ولسوالۍ کې افغان سرحدي پولیس د درنو وسلو د نه لرلو له امله شکایت کوي.

په سیمه کې په سرحدي پوستو کې پراته سرحدي پولیس وايي چې؛ له خپلې خاور په هرډول چې وي دفاع ته تیاردي، خو درنو وسلو ته اړتیا لري.

په سیمه کې د سرحدي پولیسو یوه تن ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"د جنګ لپاره تیاره یو، په هر ډول شرایطو کې چې وي، حتې د خپلې ویني په قیمت به له پاکستان سره وجنګیږو؛ خو قوي او مهم مهمات او تجهیزات باید ولرو، دا کار په ټوپک او پیکا باندې نه کیږي، باید توپ موږ ته را ولیږي درنې وسلې او هلیکوپټر زموږ په واک کې راکړل شي، تر څو هغوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو."

دغه شکایتونه په داسې حال کې مطرح کیږي چې تیره اونۍ د ګوشتې په سرحدي سیمه کې د افغان اوپاکستانیو ځواکونو تر منځ څو ساعته نښته و شوه.

افغان چارواکي ادعا کوي چې، د افغانستان سرحدي پولیسو په دې نښته کې پر مخ ولاړل او په سیمه کې یې د پاکستان له خوا نوې جوړه شوې دروازه او تاسیسات وران کړل.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ دوی په کافي اندازه وسلې او تجهیزات د افغان سرحدي ځواکونو په واک کې ورکړي.

هغه زیاته کړه، که چیرې نورو وسایلو ته هم اړتیا پیدا شي؛ نو دوی به یې برابر کړي:

"هغه وسایل او تجهیزات چې سرحدي پولیس یې باید ولري؛ اکمالات یې شوي او سل په سلو کې دغه تجهیزات لري؛ د سرحدي پولیسو ترشاه زموږ ملي اردو پرته ده؛ چې په ټولو درنو وسلو سمباله ده، که چېرې اړتیا شي، نو افغان ملي اردو به له سرحدي پولیسو سره مرسته وکړي له دې سر بېره زموږ د امکالاتو او تجهیز فیصدي له ۹۰ فیصده لوړه ده، دوی قوي انګیزه لري او موږ په دې برخه کې کومه ځانګړې اندیښنه نه لرو."

له بلې خوا د ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې؛ افغان دولت یې په سیمه کې پراختیايي پروژو او د خلکو د ژوند ښه والي ته پاملرنه نه ده کړې.

د ګوشتې دوو تنو اوسیدونکو په دې اړه ازدي راډیو ته وویل:

"د څښلو لپاره اوبه نه لرو، کلنیک نشته، سیند زموږ ځمکې یوړلې، چې له ګڼو ستونزو سره مخ یو."

تر دې مخکې د وزیرانو شورا پریکړه کړې وه چې؛ د ګوشتې په شمول په سرحدي سیمو کې پراختیايي کارونه زیاتوي.

د وزیرانو شورا ځینو وزارتونو ته لارښوونه کړې وه چې؛ په سیمه کې ښوونځي، سړکونه او روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

کتونکي په دې نظر دي چې، افغانستان هڅه کوي چې، په پراختیايي پروګرامونو سره خپل موجودیت له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې ثابت کړي.

خو دوی په دې اړه شک لري چې؛ ګنې حکومت به خپل پلانونه عملاً تطبیق کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG