د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

احمدي نژاد اټمي انرژي یوه الهي ډالۍ وګڼله


په داسې حال کې، چې د ایران ولسمشر یو ځل بیا د خپل هېواد له اټمي پروګرام دفاع کړې او هغه يې سوله يیز ګڼلی، د خلیج د همکارۍ د شورا غړو هېوادونو د اټمي انرژۍ له نړېوالې ادارې غوښتي، چې په ایران کې د وروستۍ زلزلې په نتیجه کې د دغې سیمې اټمي تاسیساتو ته د زیان نه اوښتو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد پرون د افریقا په لویدیځ کې له بنین هېواد څخه د کتنې پر مهال د بریښنا د تولید لپاره اټمي انرژي یوه الهي ډالۍ وګڼله، خو ټینګار يې وکړ چې هېواد يې اټمي وسلو ته کومه اړتیا نه لري.

احمدي نژاد د بنین په پوهنتون کې په خپله وینا کې وویل:

(موږ اټوم بم ته اړتیا نه لرو.)

د هغه په وینا دا اټوم بم نه بلکه استعماري اخلاق دي چې نړۍ يې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

ایران تیره اونۍ وروسته له هغې چې له نړېوالو قوتونو سره ددې هیواد د اټومي پروګرام په اړه خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې، د یورانیمو د غني کولو دوه نوې دستګاوې او د یورانیمو دوه نوي کانونونه پرانیستل.

د ایران ولسمشر پرون له بنین څخه د افریقا د لوې و،چې بل هېواد نایجر ته چې د نړۍ په سطحه د یورانیمو له سترو تولیدونکو شمیرل کیږي ،هم کتنه وکړه.

نایجر چې خپل یورانیم فرانسې ته صادوروي په دې وروستیو کې له دغه هیواد سره د یورانیمو له قرارد شکایتونه کړي او غواړي چې په دې برخه کې له خپلو یورانیمو زیاته ګټه واخلي.

بل لورته د خلیج د همکارۍ شورا د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې غوښتنه کړې چې خپل پلټونکي د ایران بوشهر ته واستوي څو یقیني کړي چې وروستۍ زلزلې دغلته فعاله اټومي بټۍ زیانمنه کړې او که څنګه.

د خلیج د همکارۍ د شورا مشر عبد الطیف الزیاني ویلي په ایران کې وروستۍ زلزله د بوشهر اټومي بټۍ د سلامتیا په اړه د خطر زنګ دی.

خو ایران وايي، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې ته يې خبر ورکړی چې په بوشهر کې وروستۍ زلزې دغلته اټومي بټۍ ته کوم زیان نه دی رسولی.

د ایران خبري رسنیو د دې هیواد د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر په حواله ویلي چې د زلزلې پر مهال د بوشهر بټۍ فعاله نه بلکه د ترمیم په حال کې وه.
XS
SM
MD
LG