د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د ایران اټمي لانجه او اسراییلو ته د اوباما لومړنی سفر


که اسراییل ته د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر بارک اوباما د سفر یو عمده هدف د اسرايیل له خلکو سره د اړیکو ټینګښت دی، د دې هېواد له صدراعظم بینامین نیتانیاهو سره د تړلو دروازو تر شاه د هغه په وړاندې یوه مهمه مساله پرته ده او هغه دا چې ایا نتنیاهو د ایران د لانجې په اړه پرمتحدو ایالتونو اتکا کولای شي.

یو شمېر کارپوهان وایي، چې دا ځل اوباما په دې برخه کې د بریالیتوب ډیر چانس لري.

د نیویارک ټایمز په وینا په دې اړه چې د ایران په وړاندې څه ډول اقدام وشي، په وروستیو میاشتو کې د اوباما او نتانیاهو ترمنځ په عام محضر کې اختلافات کم شوي دي. دې کار ته څو مسایلو زمینه برابره کړې:

اوباما پرله پسې تهران ته خبرداری ورکړی، ایران د خپل اټمي پروګرام له دوام سره دا په پام کې ساتلې، چې د اسرایلو له سرې کرښې وانه وړي او د اسرایلوپه سیاسي نقشه کې بدلون، ټول د دې سبب شوي چې د ایران په وړاندې د نیتانیاهو سخت دریځ کمزوری شي اوپریواړخیزډول د پوځي حملې احتمال کم کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ایران د چاروکارپوه کلیف کوپچان چې د ایروایشیا د ډلی په نوم د سیاسی خطرونو له مشورتی موسسی سره کارکوی وایی، چې نیتانیاهو غواړي دا قناعت حاصل کړی، چې اوباما د دغې ستونزې غم خوري او د دی لپاره چې اسرايیل په روان کال کې د ایران په وړاندې کوم اقدام ونه کړي د ایران د اقتصاد خرابه وضعیت په اړه د هغه ارزونه به هم له دې کارسره مرسته وکړي.

د کوپچان په وینا هغه څه چې اوباما یې وړاندي کوي، هغه به د اسرايیل د صدراعظم لپاره چې دریځ یې کمزوری شوی، کافي وي.

د نیویارک ټایمز په وینا د ایران د اټمي پروګرام په اړه چې دا هیواد په څومره وخت کې کولای شي اټوم بم جوړکړي، اوباما او نیتانیاهومختلف نظرونه لري، اوباما تیره اونۍ د اسرایلو له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې ایران به یوکال یا څه زیات وخت ته اړتیا ولري، چې اټوم بم جوړکړي خو نیتانیاهو تیرمنی د ملګروملتونو عمومي اسامبلی ته په وینا کې وویل چې ایران کولای شي چې خپل قابلیت یوحساس پړاوته ورسوي او را روان پسرلي یا دوبي کې اټومي وسلې تولید کړي.

دواړه مشران به د چهارشنبې په ورځ په غونډه کې او هم په ماښامنۍ کې د دې چانس ولري چې موجوده اختلافات حل کړي.

ډینیس روز چې تر۲۰۱۱ کال پورې یې د ایران او منځني ختیځ پرپالیسیو د بارک اوباما په اداره کې څارنه کوله وایي چې دا به د دواړو مشرانو ترمنځ ډیرې مهمې خبرې اترې وي.

د هغه په وینا د اسراییل لپاره اساسي مسله داده چې ایا موږد هغې مرحلې په اړه خبرې کووچې نورد ایران مخه نشي نیول کیدای.

د نیویارک ټایمز په وینا تمه ده چې اوباما به د ایران پراقتصاد د لګول شویو بندیزونو او هم له دې هیواد سره د نړۍ د شپږوقدرتونو د خبرو پرمسلو ټینګاروکړي چې پکې یوڅه پرمختګ شوی، خو د کارپوهانو په وینا که څه هم نیتانیاهو له دې خوښ دی چې متحدوایالتونو یوایتلاف رامنځته کړی خوهغه په دې باوردی چې واشنګټن باید له ایران څخه د زیات څه غوښتنه وکړي.

د ایران او شپږو قدرتونو وروستیو خبروته په پام سره چې په قزاقستان کې ترسره شوې، یو شمیراسراییلیان اندیښنه لري چې لویدیځ ښایي له ایران سره معامله وکړي او تهران ته اجازه ورکړي چې په ټیټه کچه د یورانیمو سوند مواد تولید کړي چې کیدای شي وروسته په لوړه کچه غني شي.


د نیویارک ټایمز په وینا ډيره لیرې بریښي چې دواړه مشران دې خپل اختلافات په عام محضر کې بیان کړي دا ځکه چې له یوې خوا نیتانیاهونوی حکومت جوړکړی او د اوباما د سفر بریالیتوب به د هغه سیاسي دریځ هم پیاوړی کړی او د اوباما لپاره هم مهمه ده چې د اسرایل په خلکو کې خپل اعتبارزیات کړي او نه غواړي چې د ایران د لانجې پرسر اختلافات اسرایلو ته د هغه د لومړني سفراهمیت کم کړي.
XS
SM
MD
LG