د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د چین ولسمشر "شي جین پېنګ" به روسیې ته سفر وکړي


روسیې ته د چین د ولسمشر شي جېن پېنګ دوه ورځنۍ رسمي سفر به د مارچ له 22 تر 24 مې نېټې پورې دوام وکړي.

ایتارتاس خبري اژانس د کرېملېن د مطبوعاتي دفتر د ورکړل شویو معلوماتو په حواله خبر ورکوي، چې ښاغلي جېن پېنګ ته د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د مسکو د سفر بلنه ورکړې ده.

د خبر له مخې دواړه ولسمشران به په مسکو کې په خپله کتنه کې د اقتصاد، تجارت، انرژۍ، پانګونې او همداراز د ټکنالوژۍ په برخو کې د خپلو هېوادونو ترمینځ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

د کرېملېن د معلوماتو له مخې د جېن پېنګ او پوتین په کتنه کې به د سیمه ایزو اړیکو او په بشري برخه کې پر همکاریو هم خبرې وشي.

د سرچینې په وینا د افغانستان او ایران او د سوریې د بحران په ګډون ګڼ نړیوال مسایل هم د دوی د کتنې په اجنډا کې شامل دي.

پوتین او جېن پېنګ به په روسیه کې د چین د توریزم د یوه کال د بشپړېدو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې هم ګډون وکړي.

په وروستیو کلونو کې مسکو او پېکېنګ د تېلو او ګاز، اټومي انرژۍ په سکټورونو او همداراز د پرمختللې ټکنالوژۍ او سکرو د راکړې ورکړې په برخو کې له یوبل سره همکاري زیاته کړې ده.

د چین د معاصرو نړیوالو اړیکو د انستیتوت د اټکل له مخې سږکال به د چین او روسیې ترمینځ د تجارتي راکړې ورکړې ارزښت له سل میلیارده ډالرو واوړي.

د دې دواړو سترو ګاونډیانو ترمینځ د تجارت کچه تېرکال په سلو کې یوولس اعشاریه شپږو ته لوړه شوه او څه باندې اته اتیا میلیارده ډالرو ته ورسېده.

تېره اونۍ یوه روسي پلاوي په چین کې د انرژۍ د انتقال لپاره د سرچینو د زیاتولو پر احتمال خبرې وکړې.

د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک Alexander Novak ویلي چې دواړه اړخونه په خاص ډول د تېلو د ختیځ پايپ لاین له لارې چین ته د زیاتې انرژۍ د انتقال په اړه غور کوي.

د کرېملېن سرچینې وايي، روسیې ته د چین د ولسمشر د سفر په ترڅ کې به د ملګروملتونو او د شانګهای د همکارۍ د سازمان په څېر د نورو نړیوالو موسسو په چوکاټ کې د هماهنګو اقداماتو پر زیاتولو نور تمرکز هم وشي.

روسیه لومړنی هېواد دی چې شي جېن پېنګ د چین د نوي ولسمشر په توګه له غوره کېدو وروسته هلته سفر کوي خو مسکو د یوه اوږد نړیوال سفر لپاره د ده لومړی تم ځای دی. جېن پېنګ به د مارچ تر دېرشمې نېټې د خپل سفر په دوام تانزانیا، جنوبي افریقا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته هم ولاړ شي.

په پام کې ده د چین ولسمشر په جنوبي افریقا کې د برېکس ډلې چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا یې غړي دي په پنځمه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG