د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

ځوانان د جګړې فرهنګ د سولې په فرهنګ بدلولای شي


د سولې عالي شورا چارواکي د سولې په راوستو کې د ځوانانو ونډه مهمه بولي او ټینګار کوي، چې ځوانان کولای شي د جګړې فرهنګ د سولې په فرهنګ بدل کړي.

د سولې عالي شورا د نړېوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وایي، چې ځوانان هغه وخت کولای شي د سولې د ټینګښت په برخه کې فعاله ونډه واخلي، چې له ستونزو سره نه وي مخامخ.

ده د چهارشنبې په ورځ د سولې په راوستلو کې د ځوانانو د ونډې په هکله جوړ شوي سیمینار کې وویل، چې ځوانان باید خپلې ټولې ستونزې څرګندې کړي څو د حل لارې ورته وموندل شي:

"زموږ ځوانانو تاسو د ملي وحدت په تامینولو کې خپل رول ولوبوي، د ملي وحدت په راوستلو کې ستاسو ونډه په مستقیمه توګه د سولې په پروسې اغیز کوي.

عدالت هغه وخت تامیندای شي، سوله هغه وخت راتلای شي چې ټول په کې ونډه واخلي.

تاسو تبعیضونه او تعصبونه یوې خواته پریږدی، په خدای قسم څو چې یو ځای نشو زموږ کار هیڅ ځای ته هم نه رسیږي."


په دغه سیمینار کې چې د سولې عالي شورا په مرسته جوړ شوی وو، د مدني ټولنو او علومو اکاډمۍ یو شمېر استازیو، د سولې عالي شورا ځینو غړیو او کابو درې سوه تنه ځوانانو برخه درلوده.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستیال تیمورشاه اسحاقزي په دې سیمینار کې ډاډ ورکړ، چې د ځوانانو فدراسیونونه، کمیټې اوبنسټونه کولای شي د سولې په راوستلو کې د پام وړ هڅې وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر ځوانان وایي، چې دوي هغه وخت کولای شي د سولې په راوستلو کې برخه واخلي چې ستونزې یې حل شي.

دوو تنو ځوانانو په دې هکله ازادۍ راډیو ته وویل:

"۱:- کله چې مسوولیت ځوانانو ته وسپارل شي کولای شي افغانستان ته روښانه راتلونکې جوړه کړي.

ځوانان کولای شي هم په ټولنیزو او هم په سیاسي او فرهنګي برخو کې په خپلې ونډې سره دا کار وکړي.

۲:- ځوانان د سولې په راوستلو کې ډیر مهم رول لري، لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده د افغاني ټولنې اویا سلنه ځوانان دي نو معلومه خبر ده چې کله ځونان وزګار شي مخالفینو سره یو ځای کیږي او د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.

نو ځکه ویلای شم، چې ځوانان د سولې په راوستلو کې مهم رول لري."


د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت وایي، سره له دې چې د تیرو کلونو په پرتله د ځوانانو وضیعیت ښه شوی دی، خو وایي چې لا هم شاوخوا څلور میلیونه افغانان چې ډير شمېر یې ځوانان دي وزګار دي.

دغه راز ویل شوي، چې یو میلیون تنه په دې هېواد کې په مخدره موادو هم روږدي دي چې ډیره برخه یې ځوانان جوړوي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG