د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

"په افغانستان کې له اسټرالیايي ادارو سره کارکوونکي په اسټرالیا کې د اوسېدو غوښتنه کولای شي"


د اسټرالیا د دفاع وزیر سټیفن سمیت
د اسټرالیا د دفاع وزیر سټیفن سمیت
د اسټرالیا د دفاع وزیر سټیفن سمیت وايي هغه افغانان چې په افغانستان کې د اسټرالیا د حکومتي ادارو له خوا په کار ګمارل شوي وو، که په خپل هیواد کې له دوی سره د کار کولو له کبله له امنیتي ستونزو سره مخ وي کولی شي چې په اسټرالیا کې د اوسیدو غوښتنه وکړي.

د اسټرالیايي اسوشیتید پریس په یو راپور کې ویل شوي دي هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د اسټرالیا د پوځي ماموریت پر مهال د اسټرالیا د پوځي او حکومتي ادارو سره په بیلابیلو برخو کې لکه ترجمانۍ، سوداګرۍ، د بشري مرستو په رسونه او پولیسو کې کار کړی، د اسټرالیا د بشري مرستو د پروګرام پر بنسټ یې په اسټرالیا کې د استوګنې پر غوښتنه غور کیږي.

دا پروګرام هغه پروګرام ته ورته دی چې اسټرالیا په عراق کې هم پر مخ وړی و. کله چې له عراق څخه اسټرالیايي ځواکونه ووتل نو دې هیواد له پنځه نیم سوو څخه تر شپږسوو پورې عراقیانو ته په اسټرالیا کې د استوګنې زمینه برابره کړه.

د پنجشنبې په ورځ د اسټرالیا د دفاع وزیرسټیفن سمیت خبریالانو ته وویل : اسټرالیا د هغو افغانانو په وړاندې چې له دوی سره یې د افغانستان په سیمه ایزو پروګرامونو کې مرسته کړې خپل مسولیت پیژني، او که چیرې هغوی له افغانستان څخه د اسټرالیايي او ناټو ځواکونو له وتنې وروسته له کوم خطر سره مخ وي نو ورسره مرسته کوي.

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ماموریت پر مهال په زرګونو افغانانو په بیلابیلو برخو کې له نړیوالو پوځي او ملکي ادارو سره کار پیل کړی. خو اوس چې ناټو له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي، نه یوازې دا چې دا په زرګونو افغانان د بیکارۍ له خطر سره مخ دي بلکې یو شمیر یې له امنیتي خطرونو سره هم مخ دی.

تر دې مخکې یو شمیر نورو هیوادونو هم ویلي دي چې هغو افغانانو ته به په خپلو هیوادونو کې د استوګنې زمینه برابره کړي چې د افغانستان په ماموریت کې یې له دوی سره کار کړی دی.

د اسټرالیا د دفاع وزیر ویلي، دا به ستونزمنه وي چې ووايي په اسټرالیا کې به د هغو افغانانو د استوګنې په کوم شمیر غوښتنې ومني چې له دوی سره یې کار کړی، خو زیاته یې چې له دې کسانو څخه به په اسټرالیا کې په سلګونو د استوګنې غوښتنې ومني.

د سټیفن سمیټ په وینا ددې کسانو څخه د هر یو په اړه به په ی یوازې ډول پریکړه کیږي.

اسټرالیا د افغانستان په ماموریت کې د امریکا د متحدو ایالتونو له نژدې متحدینو څخه وو.

دې هیواد سږ کال اعلان وکړ چې له افغانستان څخه خپل سرتیري تر ټاکلې وخت دمخه د ۲۰۱۳ م کال په لومړیو کې وباسي.
XS
SM
MD
LG