د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

جاپان په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په خاطر مرسته کوي


د افغانستان د حکومت او د خپلو نړېوالو همکارانو له هڅو سره سره اوس هم په دغه هېواد کې د پولیو ناروغۍ پیښې شته.

په همدې حال کې جاپان په افغانستان کې د دغه ناروغۍ د له منځه وړلو په هدف یونسف سره له دیارلس میلیونه امریکايي ډالرو څخه به زیاته مرسته وکړي.

د دغه مرستې تړون د سې شنبې په ورځ د افغانستان دعامې روغتیا وزیرې په حضورکې د جاپان سفیر او یونیسف ادارې استازي ترمنځ لاسلیک شو.

یونیسف دجاپان د جایکا موسسې په همکارۍ په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو او د ماشومتوب دورې واکسینونو د پیاوړي کولو په خاطر دا پیسې د راتلوونکي یوه کال په موده کې مصرف کوي.

د یونیسف استازي پیتر کرولي د دې تړون لاسلیک کیدل مهم وبلل، او په افغانستان کې یې د پولیو ناروغۍ د محوه کولو لپاره د هڅو پردوام ټینګار و کړ:

"په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ محوه کول یو له مهمو لومړیتوبونوڅخه دی،دا امکان پذیر دی او مونږ خپل هدف ته نږدې شوي یو،خو اوس باید ډير کارونه وکړو او مونږ ډير ملاتړ ته اړتیالرو،

اړینه بولم چې د جاپان حکومت له سخاوت څخه ستاینه وکړم چې د پولیو ناروغی یا د ماشومانو د فلج د له منځه وړولو په خاطر مرسته کوي. "

د دغه تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې ثریا دلیل وویل،چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۳۴ مثبتې پیښې ثبت شويدي او اتیا سلنه ماشومان د ماشومتوب دورې واکسین ترپوښښ لاندې نیول شویدي.

نوموړې همدارنګه وویل، د دغه ناروغۍ ۲۲ پیښې یواځې په هلمند او کندهار ولایتونوکې ثبت شویدي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۱میلادي کال کې د عامې روغتیا وزارت سره د پولیو ناروغۍ اتیا پیښې ثبت شوې وې.

په همدې حال کې په افغانستان کې د جاپان سفیر په دې هیواد کې له پولیو او ماشومتوب دورې نورو ناروغیو سره مبارزه یو حتمي امربولي.

د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي هیله مندي وښوده چې د یوې کلنې پروژې په پلي کیدو او د جاپان مرستې سره به په افغانستان کې پولیو له منځه لاړه شي:


"دا پروژه چې د ماشومانو د فلج کیدو له منځه وړلو او د واکسین له لارې د نورو ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره ده زه هیله لرم چې په افغانستان کې د ماشومانو دفلج ، شری،او توبرکلوز ناروغي له منځه لاړه شي."

د هیواد د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د جاپان په نوې مرسته د افغانستان لرو سیموته د پولیو ضد واکسین رسوي.

د روغتیايي چارو کارپوهان وایی، چې د تیرو کلونو په پرتله په افغانستان کې ددې ناروغۍ پیښې زیاتې شوې دي.
XS
SM
MD
LG