د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

ایران او پاکستان له افغانانو څه غواړي؟ – اوبه


ټایم مجلې د افغانستان څخه د ګاونډیو هېوادونو د غوښتنو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده، چې سرلیک یې دی، ایران او پاکستان له افغانانو څه غواړي؟ او په ځواب کې خپله مجله لیکي – اوبه.

د دې لیکنې په یوه برخه کې ویل شوي دي، چې اوبه په افغانستان کې او د ایران او پاکستان په څیر هېوادونو کې یوه مهمه مسله ده.

د لیکوال په وینا ایران او پاکستان داسې هېوادونه دي، چې د اوبو له پلوه پرهغه څلورو پنځو سیندونو متکي دي، چې د افغانستان له خاورې څخه د دوی سیمو ته بهیري .

د مجلې په باور د افغانستان د کرنې په پیاوړتیا کې چې د دې هېواد داقتصاد مهمه ستن ده، اوبه کلیدي رول لري خو د ملګرو ملتونو د یو راپور په اساس په تیره لسیزه کې په افغانستان کې د پراخې نړېوالې پانګونې یوازې په سلو کې پنځه د اوبو په برخه کې لګول شوې ده او منتقدین وايي، د دې پیسو ډیره برخه هم د وړو بندونو او د اوبو په وړو پروژو لګول شوې، چې د اوږدې مودې لپاره نه دي.

مجله وايي، د افغانستان جیو پولیټکي فکتورونه د دې سبب شوي دي چې دواړه ایران او پاکستان د اوبو د بندونو د جوړولو لپاره د افغانانو د هڅو مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې افغانان د خپلو اوبو په سرچینو کنترول ولري .

ورځپاڼه د پکتیکا د ولایت د یو چارواکي له خولې د بیلګې په توګه د خان ولي په نوم د هغه چا د وژل کیدو یادونه کوي، چې په سیمه کې یې د مچلغو د اوبو د بند ساتنه کوله او بیا د طالبانو له خوا ووژل شو او د وژنې ویډیو یې هم خپره کړه.

د پکتیکا دې چارواکي ټایم مجلې ته ویلي دي چې داسې ډیر دلایل شته چې د خان ولي په وژل کیدو کې د ځینو پاکستاني کړیو لاس لرل تاییدوي . دې چارواکي ویلي ، د یو چا د وژنې لپاره چې زموږ ګاونډیان دلته کومه بیه ورکوي هغه پنځوس زره پاکستانۍ کالدارې دي .

ټایم وايي دا سمه ده ، او په پاکستان کې د انرژۍ بحران د افغانستان پر اوبو ددې هیواد تکیه نوره هم زیاته کړې ده .

ټایم مجله لیکي ، ایران یوازینی هیواد دی چې افغانستان ورسره د اوبو تړون لري ، خو مجله د چارواکو له خولې وايي دا هیواد هم تر هغې اویا فیصده زیاتې اوبو ترلاسه کوي چې دواړو خواوو پرې موافقه کړې ده .دې هیواد همدارنګه پرته له دې چې افغانستان خبر کړي په خپله خاوره کې د افغانستان څخه په ورتلونکیو اوبو تاسیسات جوړ کړي .

مجله وايي اوس که افغانستان غواړي لوی بندونه جوړ کړي او خپلې اوبه راستنې کړي نو دواړه پاکستان او ایران اعتراض کوي چې ددې پروژو مخه ونیسي .

او ډیر مرسته کونکي هم له همدې کبله په دې پروژو کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي .

د ډیلي بیست ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي مسلو ته اشاره کړې ده . ورځپاڼه ددې مقالې په یوه برخه کې په کندوز ولایت کې د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ څخه د سر پرې کونې مسله یاده کړې ده ، چې د واده د غوښتنې د نه منلو له امله یې دوو وروڼو سر پری کړ.

د نهم ټولګي دا زده کونې د تیرې سې شنبې په ورځ خپل کور ته نژدې له یوې څاه څخه اوبه رایستې چې دوو چاقو په لاس کسانو سره مخ شوه . د ورځپاڼې په وینا دا دوه سړي چې ددې نجلۍ خپلوان وو پر نوموړې یې برید وکړ او د هغې غاړه یې پرې کړه .

ورځپاڼه وايي دا نجلۍ یوازې له دې کبله په ډیره بې رحمۍ ووژل شوه چې د واده غوښتنه یې ونه منله . ویل کیږي دواړه بریدکونکي خپلو کې وروڼه دي او د پولیسو له خوا نیول شوي دي .

ورځپاڼه د کندوز د ښځو د چارو د ریسې له خولې ویلي چې سږ کال د ښځو په وړاندې د زور زیاتي پېښې زیاتې شوي دي .
XS
SM
MD
LG