د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

افغان ولسمشر له لسو نه د زیاتو زندانیانو د اعدام حکمونه توشیح کړي


د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي هغه راپورونه تائید کړي دي، چې په کې ویل شوي وو ولسمشر حامد کرزي له لسو څخه د زیاتو زندانیانو د مرګ سزا توشیح کړې ده.

ښاغلي فیضي له فرانس پریس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي په اعدام محکوم شوي زندانیان هغه کسان دي، چې پر ماشومانو او نورو يې د جنسي تیریو او قتل په شان ستر جرمونه يې ترسره کړي دي.

په عین حال کې فرانس پریس خبري اژانس د جمهوري ریاست د منابعو په حواله ویلي، چې سر له ننه به په اعدام د محکوم زندانیانو چې شمېر ۲۲ تنه دی د اعدام لړۍ پیل شي او تر څو ورځو پورې به دوام وکړي.

سره له دې، چې د افغانستان د قوانینو پر اساس د مرګ سزا مجاز ده خو په دې هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو راهیسې په ډیرو کمو مواردو کې د اعدام پیښې ثبت شوي دي.

خو د بشري حقونو ډلې د افغانستان قضايي او عدلي سیستم کمزورۍ ګڼي او وايي چې له نیمګړتیاو سربیره د افغانستان د حکومت دا ځواک هم له مصلحتونو زیات کار اخلي.

ولسمشر کرزي په دې بې سابقه ګام کې د مرګ په سزا د محکومو لسو څخه زیاتو زندانیانو د اعدام حکمونه په داسې حال کې توشیح کړي چې په کابل کې یوې پوځي محکمې د هغه افغان سرتیري چې د پینځو فرانسوي عسکرو د وژل په جرم په اعدام محکوم شوي ،د استئناف غوښتنه رد کړه او ۲۱ کلن عبد الصبور ته يې دا سزا چې څه موده وړاندې ورته ابتدایه محکمې اورولې وه،تائید کړه.
XS
SM
MD
LG