د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

په ننګرهار کې به د غیرې صحي غوښو د خرڅلاو مخه ونیول شي


د ننګرهار د صحت حیواني مدیریت ډاکټر رحمت الله رحمت ازادۍ راډيو سره په مرکه کې ویلي، چې د دې ښار په یو شمېر قصابیو کې غیرې صحي غوښې خرڅیږي.

نوموړی وايي، په قصابیو کې د نظافت نه مراعت، د دوي له معاینې څخه پرته په غیرې قانوني توګه له بهره د غوښو راوړل هغه څه دي، چې د سختو ساري ناروغیو لامل ګرځي:

"اکثراً قصابان خپل مالونه مسلخ(د حلالۍ ځانګړی ځای) ته نه راوړي، د دکانونو پاکوالی ته پام نه کېږي، حلاله چې وکړي ویني د دکان مخې ته اچوي، چې مچان هم زیات وي."

د جلال اباد په ښار کې د قصابانو د ټولنې مشر حاجي حفیظ یادې ستونزې مني او په خبره يې د دې ستونزو ستر لامل په جلال اباد کې د بريښنا نه شتون دی.

نوموړي وايي، چې که چېرې دوي ته بريښنا ورکړل شي، نو دوي مجبور دي، چې د غوښو د ښه ساتلو لپاره یخچالونه فعاله کړي او د غوښې د خرابیدو مخه به ونیول شي:

"زموږ ډیر مشکل، چې دی هغه د برق دی، که موږ ته برق رانشي، نو یخچالونه به غیر فعال وي، له مچانو به دکانونه ډک وي او غوښې به هم خرابیږي او بل ښاروالۍ باید موږ ته پاک ځای راکړي او که نه نو موږ ته دې اجازه راکړي، چې خپله يي جوړ کړو."

په جلال اباد کې د اصنافو د اتحاديې سرپرست حاجي عزیزالله عرب وايي، دوي په همدې موخه د ننګرهار ټولو قصابانو سره غونډه وکړه او دا ستونزې ورسره شریکې کړې.

نوموړی وايي، دوي یو پریکړه لیک هم خپور کړ، چې ترڅو په راتلوونکې کې د دې ستونزې مخه ونیول شي:

"د قصابانو د څانګې زیاتره مشران موږ راغوښتي و، د یادو ستونزو په اړه مو ورسره خبرې وکړې او پریکړه مو وکړه، چې د هغو خارجي غوښو د خرڅولو نه ډډه وکړي، چې غیرې قانوني راځي او صحي هم نه دي.

بل دوي ته وویل شول، چې د خپلو دکانونو نظافت وساتي، بل هغه قصابان چې د دکانونو مخې ته حلاله کوي هغوي ته هم هدایت وشو، چې دوي باید خپلې حلالې مصلح کې وکړي، چې غوښې او ځای يي پاک وساتل شي."


د جلال اباد د ښاروالۍ د تفتیش مدیر عبیدالله اغا وايي، چې د اصنافو د اتحادې له خوا خپره شوې پریکړه به په ښار کې پر قصابانو پلي کړي:

"موږ د اصنافو په دفتر کې، د روغتیا، اصنافو او قصابانو له مسولینو سره دا پریکړه وکړه، چې هغه وروڼه، چې غیرې قانوني کړنې ترسره کوي، په جدي ډول د هغوي مخنیوی به کوو."

له دې وړاندې یو شمېر ښاریانو هم ویلي وو، چې د ښار په یو شمېر قصابیو کې نظافت ته هیڅ پام نه کیږي.

دا رنګه د مسولو روغتیايي چارواکو په خبره ځینې غوښې په غیرې قانوني توګه له بهره هېواد ته راځي او د روغتیايي معاینې پرته د ښار په یو شمېر قصابانو پلورل کیږي، چې له امله يي ډيری هېوادوال په سختو ناروغیو اخته کړي هم دي.

راپور: شاه محمود شینواری، جلال اباد
XS
SM
MD
LG