د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

په افغانستان کې ۵بریتانوي سرتیري د یوه افغان وسلوال په وژنه تورن شوي


د برتانیا دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د سلطنتي سمندري ځواکونو پنځه سرتېري په افغانستان کې د یوه وسله وال په وژنه رسماً تورن شوي دي.

د چارواکو په وینا د بریتانوي سرتېرو له خوا په هلمند ولایت کې د یوه وسله وال د وژنې پېښه له طالبانو سره د جګړې پر مهال وشوه او په دې ترڅ کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

رسنیو راپور ورکړی، چې د دې وژنې په اړه معلومات وروسته له هغه رابرسېره شول چې په پېښه کې د دخیلو برتانوي پوځیانو د ډلې یو تن په بل کوم دلیل د پولیسو له خوا ونیول او له کمپیوټر څخه یې د دې وژنې ویډیويي تصاویر ترلاسه شول.

د راپورونو له مخې په دې تصاویرو کې یو وسله وال چې په جګړه کې ټپي شوی لیدل کېږي او تورن برتانوي پوځیان پردې بحث کوي چې لومړنۍ صحي مرسته ورسره وکړي کنه. د برتانیا دفاع وزارت ویلي چې دا راپورونه نه تاییدوي او نه یې ردوي.

د چارواکو په وینا دفاع وزارت دا شواهد د پوځي څارنوالۍ ادارې ته ولېږل او ورپسې مشکوک کسان چې نومونه یې نه دي افشا شوي ونیول شول. د دې سرتېرو قطعه له وسله والو طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرته وه او د 2001 م. کال د اپرېل او اکتوبر میاشتو ترمینځ د دې قطعې اوه تنه سرتېري وژل شوي دي.

د برتانیا دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ وویل، چې د پوځ هر سرتېری له پوځي مقرراتو خبر دی.

فلیپ هاموند ژمنه وکړه چې له مقرراتو سرغړوونکو ته به خامخا جزا ورکول کېږي.

ښاغلي هاموند په خپلو څرګندونو کې، همداراز په راروان کال کې له افغانستانه د زرګونو سرتېرو د اېستلو خبر ورکړ.

ټاکل شوې ده چې شاوخوا 500 برتانوي پوځیان د روان کال ترپایه او نهه زره نور په راتلونکي کال کې له افغانستانه وځي.

برتانیا د افغانستان په یوولس کلنه جګړه کې خپل څه باندې څلورسوه دېرش پوځیان له لاسه ورکړي دي.
XS
SM
MD
LG