د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

"کانونه د افغانستان راتلونکی بدلولای شي"


انګلستان چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د سروزرو او نورو قیمتي فلزاتو د زیرمو او کانونو په اړه یو اوږد مضمون لیکلی او په سر کې یې لیکلي، "د جنګ ځپلې افغانستان تر ځمکې لاندې منابع ممکن د دې هیواد راتلونکې بدله کړې، که چیري امنیت سم شي."

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په افغانستان کې یوازې د سرو زرو او مسو کانونه پراته ندي، بلکه پدي هیواد کې د لیتیوم ، جستو او حتی یورانیمو زیرمې او کانونه هم شته، خو د سروزرو او مسو کانونه به د دې هیواد د کانونو صنعت او اقتصادي ماشین په حرکت راولي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د جیالوجۍ او مشورتې دفتر د سلا کار ډاکټر نیل ریګبي (Neal Rigby) خبره راخیستې چې وایي؛ د افغانستان د نیک مرغۍ او سوکالۍ په اړه هیڅ وخت شک نه کیده، خو د څو لسېزو جګړو او ګډوډیو له امله د افغانستان په اړه له خلکو سره منفي ذهنیت پیدا شوی دی.

انډپنډنټ وړاندې لیکي، د کانونو کارپوهان له ډېر پخوا څخه پوهیدل؛ چې په افغانستان کې خزانې شته او دا ځکه چې دا هیواد د آسیا- اروپا د کانونو په کمربند پروت دی.

دا لړۍ له ترکیې څخه پیل کیږي، له ایران څخه تېرېږي او حتی تر انډونیزیا پورې رسیږي. د افغانستان د شمال خیتځ په جګو غرونو کې نورې زیرمې او کانونه هم تر خاورو لاندې پټ دي. دا غرونه د سمندر له سطحې څخه ۲۵ زره فټه جګ دي.

ورځپاڼه زیاتوي، په وروستۍ سروې کې ښودل شوې، چې په افغانستان کې د تریلیونونو ډالرو په ارزښت طبیعې زیرمې شته، خو ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې د افغانستان زیرمې په دې سروې کې ډېرې کمې اټکل شوي دي.

انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې تر ۲۰۱۱ کاله پورې یې د افغانستان په جګړې کې ۴۴۳ میلیارده ډالر لګولي، انګلستان هم شاوخوا ۲۰ میلیارده پونډ مصرف کړې او دوی ممکن داسې انګېرلې وي؛ چې یوه ورځ به خپلې مصرف کړې پیسې بېرته په افغانستان کې د ځمکې له لاندې څخه کشف او راوباسي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې "افغان عسکرو ته ویل شوي، چې د ناټو ځواکونو د فرهنګې تېروتنو انتقام دې نه اخلي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

افغان ځواکونو ته نوې معلومات د لارښود په بڼه چاپ شوي او په کې لیکل شوي؛ که چیرې لویدیځ ملګري یې په غلطۍ کې د دوی په فرهنګ او عنعناتو تیری کوي، دوی یې باید د غچ اخیستنې هڅه ونه کړي.

ورځپاڼه لیکي، د دې پاڼو یا معلوماتو د خپرولو مقصد دا دی، چې د افغان او ناټو ځواکونو تر منځ فرهنګي ارتباط ټینګ شي.

په دې لارښود کې افغان عسکرو ته خبرداری ورکړ شوی، که چیري د انتقام هڅه وکړي، نو له ډېرو سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، په دې لارښود یا کتاب کې لیکل شوي، چې غربیان ممکن د مېز پر سر خپلې پښې پورته کیږدي او ممکن ونه پوهیږي، چې دا په اسلامي او افغاني فرهنګ کې بې احترامي او جدي سپکاوی دی.

لویدیځوال په ریښتیا هم ستاسې د توهین اراده نه لري، بلکه خبره دا ده، چې دوی د افغانانو له فرهنګ او رواجونو نه بې خبره دي.
XS
SM
MD
LG