د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

په تېرو لسو کلونو کې په پکتيا کې هېڅ پارک نه دی جوړ شوی


پکتيا که څه هم غرنی ولايت دی، ښکلې تفريحي سيمې لري خو خلک هغو سيمو ته د امنيتي ستونزو له امله نه شي کولی، په ډاډه زړه د سيل او يا تفريح له پاره لاړ شي، نو ځکه دوی غوښتنه کوي، چې په ښار کې او يا دې ښار ته نږدې مېله ځايونه او يا تفريحي پارکونه جوړ شي.

د پکتيا مرکز ګردېز اوسېدونکوشکايت دا دی، چې په تېرو لسو کلونو کې تر اوسه هم په دې ښار کې کومه تفريحي سيمه يا مېله ځای جوړ نه شو.

د دې ولايت د مرکز ګردېز اوسېدونکي وايي، چې که چېرته په سږ کال کې هم د دوئ له پاره د تفريحي پارکونو د جوړېدو پلان ونه نيول شي؛ دوی به پر لاريونونو هم لاس پورې کړي، د ګردېز اوسېدونکی ضياالحق ښاروالۍ په بې کیفاتۍ تورنوي:

"ښاروالي بې کيفايته ده، په تېرو نهو لسو کلونو کې يې يو پارک نه دی جوړ کړی؛ د پکتيا ځوانان د ناستې ځای نه لري، که جوړ نه شي، ټول ځوانان راټوليږو او زياتي مظاهرې کوو او دا مو څوومه غوښتنه ده، چې د پارک جوړېدو په اړه يې کوو."

په ګردېز کې ډېر داسې نور ځوانان هم شته، چې ورته نظر لري او ښاروالي په بې کيفاتۍ تورنوي او وايي، چې د دوی له بار، بار غوښتنو سره، سره يې پارکونه او تفريحي سيمې لا نه دي جوړې کړې.

په ډېرو ښارونو کې د پارکونو د جوړېدو په وړاندې يو خنډ د ځمکو نشتوالی وي؛ خو د ګردېز يو شمېر ښاران وايي، چې په ښار کې يې دا ستونزه هم نه شته، خو بيا هم د پارکونو جوړولو ته پام نه دی شوی او لا هم نه کيږي، د ګردېز ښار د کوجي خېلو سيمې اوسېدونکی نيک محمد وايي، چې په ښار کې د پارک جوړولو لپاره ځای شته خو ښاروالۍ یې نه جوړوي:

"په ګردېز کې د پارکونو له پاره ځمکې شته او ځانګړې شوې دي خو ښاروال يې نه جوړوي او که مځکه نه وي که پارک جوړوي زه اووه سوه جريبه ځمکه لرم سره له سندونو يې ورکوم، زموږ خلک پرته له کوره او ښاره بل ځای نه لری."

دی دا غوښتنه هم کوي، چې د نجونو او ځوانانو له پاره دې پارکونه جوړ شي که، چېرته دا کار ونه شي ښايي ښاروالي د ځوانانو له لوري له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د پارکونو او تفريحي ځايونو د نشتوالي ستونزه ډېر ځوانان يادوي او وايي، چې ځوانان د پارکونو پر ځای ښار ته نږدې خوړونو او د لوبو هغو ميدانونو ته ځي، چې پرته له تيږو، دوړو او خاورو نور څه نه لري، یو تو چې بلال معروف وايي، چې د تفریخي سیمو نشتوالي پر ځوانانو بد اغیز کړی دی:

"دلته پارک نه شته او ښار خواته خوړونو کې ځوانان سره راټوليږي، چرس څه کوي، نورې فحشا ته لمن وهي او يا هغو ميدانونو ته ځي، چې پرته له دوړو خاورو نور څه نه شته په کې او دا هغه سيمې دي، چې غيرې اخلاقي کارونه هم پکې کېدی شي."

د پکتيا ولايتي شورا استازي وايي، چې دوی دا ستونزه درک کړې او له ولايتي ادارې سره يې په خپل وخت شريکه کړې هم ده، د يادې ولايتي شورا مرستيال مشر ډاکټر عالمير ځاځی وايي، چې مرستندويه ادارو په ګردېز ښار کې د پارکونو د جوړولو لپاره بوديجه هم ځانګړې کړې وه، خو ولې د ده په خبره، چې د ځايي ادارې د بې کيفاتۍ له امله دا پروژې پلې نه شوې او بوديجه نورو ولايتونو ته انتقال شوه .

نوموړی زيٍاتوي، چې، چې دوی به د ښاروالۍ نه په راتلونکو څو ورځو کې جدي پوښتنه او پلټنه کوي:

"موږ به جدي غوښتنه وکړو، چې ولې پارکونه نه جوړيږي او په دې څو ورځو کې يو څه ژمنه هم شوې ده، چې په ګردېز ښار کې يو پارک جوړ شي."

موږ هڅه وکړه، چې د خلکو د دې خبرو د سپيناوي او د ولايتي شورا د مرستيال د دې څرګندونو په اړه د ګردېز ښاروال او يا د ښاروالۍ د کوم بل استازي نظر واخلو، خو له بيا، بيا هڅو سره بريالي نه شواو نه په دې وتوانېدو، چې په ګردېز ښار کې د چاپيريال ساتنې د ادارې له مسولينو نظر ترلاسه کړو.

راپور: داود تپان - پکتيا
XS
SM
MD
LG