د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

"په کرکټ نه پوهيږم، خو د افغان لوبغاړو د ليدو په خاطر مې ډېش په پور اخيستی"


په پکتيا کې داسې کسان هم شته، چې ورځنی عايد يې له ۳۰۰ کالدارو نه زياتيږي ولې د نړۍ په يو بل هېواد کې د افغانستان د بيرغ پورته کېدو او کرکټ لوبغاړو د مخامخ ليدو په خاطر يې ټلويزون او ډېش په پور اخيستي دي.

اصغر، چې په ګردېز کې د سړک پر غاړه ناست موچيتوب کوي، وايي چې خپله ډېر پوروړی دی، خو په نړېوالو ميدان کې د افغانستان د بيرغ او لوبغاړو ليدل به دی ډېر خوشاله کړي.

نوموړي موچي، چې خپل عمر يې تر ۳۰ کالو زيات ښوده، د ډېرو ناخوالو څرګندولو مخکې ازادۍ راډيو ته د افغانستان د کرکټ په اړه خبره وکړه، ويې ويل:

"په خپله په کرکټ نه پوهيږم، خو د هېواد د بيرغ او لوبغاړو د ليدو په خاطر مې ډېش او ټلويزون په پور اخيستی دی."

ده دا هم وويل، چې د افغانستان له لوبو وروسته دې شيانو ته ضرورت نه لري ښايي بيرته يې خرڅ کړي، خو دا خبره يې په ډېره بې وسۍ له خولې ووته، چې د هېواد جنګونو له ښوونځي او نورو پرمختګونو راګرځولی او نن د سړک پر غاړه ناست او موچي توب کوي.

له اصغر پرته ډېر داسې نور ځوانان هم شته، چې اقتصادي وضعيت يې خراب دی، خو د کرکټ په نړېوال ميدان کې د افغانستان د لوبغاړو د ليدو هيله لري.

خو په پکتيا کې د هغو ځوانانو شمېر هم کم نه دی، چې د کورنۍ د مشرانو د سخت دريزۍ له امله په کور کې د ټلويزون د لګولو اجازه نه لري، خو اوس يې د لوبو ليدو په خاطر د ټلويزون اجازه تر لاسه کړې، يو ځوان چې ځان عبدالاسلام راپيژني وايي، چې د ګردېز ښار عبدالحی ګرديزي لېسې زده کوونکی دی او په کور کې د ټلويزون لګولو اجازه نه لري، خو د افغان لوبغاړو د ليدو په خاطر يې له پلاره اجازه څه چې تر لاسه کړې پيسې هم اخيستې چې ټلويزون واخلي، نوموړی زياتوي:

"زموږ په کور کې په ټلويزون بنديز ده، خو پلار نه مې اجازه اخيستې، چې مېچ ختم شي دا ټلويزون به بيرته خرڅوم."

دی دا هيله هم څرګندوي، چې ښايي د افغانستان د بيرغ ليدو او لوبغاړو د ليدو په خاطر هغه ټلويزون ته کيني، د ده په خبره سره له دې، چې د ټلويزون ليدو کلک مخالفت کوي.

په ګردېز کې د ډيشونو، ټلويزونونو او نور تخنيکي سامان الاتو يو پلورونکی، چې ځان شکر الله راپيژني راته وايي، چې په تېرو څو ورځو کې يې تر سلو زيات ډېشونه پلورلي.

دی زياتوي، چې خلک برېښنا نه لري خو د لوبې د ليدو په خاطر جرناتورونه اخلي او لوبه ګوري.

نور محمد په ګردېز کې د ډېشونو د برابرولو او تنظيمولو استاد دی او په دې تېره يوه اوونۍ کې د خپلې ستړيا يادولو ترڅنګ وايي، په پکتيا کې سره له دې چې په ښار کې د شپې له لوري له څو ساعته برېښنا پرته نوره برېښنا نه شته خو ځوانانو د دغو لوبو ليدو په خاطر ډلې جوړې کړې، چې په يو لګښت دغه لوبې وويني.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا په لرو پرتو ولسواليو کې هم خلک د افغانستان د ملي لوبډلې د ليدو لېواله دي خو د امکاناتو د نشتوالي له امله نه شي کولی دا لوبه وګوري خو خلک هڅه کوي چې د خپلې لوبډلې د لوبې حال د سيمه ايزو او نړيوالو هغو راډيو ګانو له لارې چې د دوی په ژبه خپرونې کوي تعقيب کړي.
XS
SM
MD
LG