د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د کابل د قرغې بند شاوخوا په سلګونو جریبه دولتي ځمکه غصب شوې


لویه څارنوالۍ وايي، زورور کسانو د کابل د قرغې د بند شاخوا یو زرو پنځه سوه جریبه ځمکه غصب کړې او دغو غصب شویو ځمکو ته جعلي قبالې او اسناد هم جوړ شوي دي.

د څیړنې په برخه کې د لویې څارنوالۍ مرستیال نور حبیب جلال پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي، غصب کوونکو دغه ځمکې په بېلابېلو لارو په خلکو خرڅې کړي دي.

ښاغلي جلال د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دې سیمه کې د ولسي جرګې د غړي عزت الله هاتف له خوا جوړ شوی ښارګوټی هم په غصب شوې ځمکې جوړ شوی، وايي، د کشکک په نوم د دې ښارګوټي ډیره برخه هم په غصب شوې ځمکې جوړه شوې:

"د کشکک به نوم ښارګوټی، چې هلته موږ نقشه تطبیق کړه، هغه د وادې په بڼه ده، دواړه خوا ته یې دولتي غونډۍ دي، د غونډیو په منځ کې چې هلته دوه ویالې هم روانې دي، نوي جریبه ځمکه شخصي ده، نورې ټولې دولتي ځمکې دي.

د کشکک ښارګوټي ته هم په دولتي ځمکې کې پراختیا ورکړل شوې او په لسګونو جریبه ځمکه په کې غصب شوې ده."


د قرغې د بند په ساحه کې د کشکک ښارګوټي کې د تیرو څو کلونو راهیسې ابادي روانه ده او په لسګونو کورونه په کې اباد شوي دي.

ښاغلي جلال د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د هغو کسانو نومونه افشا نه کړل، چې د قرغې په سیمه کې یې ځمکې غصب کړي او وايي، په دې اړه به د څیړنو له بشپړیدو وروسته معلومات ورکړي.

خو تر دې مخکې د لویې څارنوالۍ چارواکو تایید کړې وه، چې د قرغې په سیمه کې په یو شمېر غصب شویو ځمکو دولتي چارواکو هم کورونه جوړ کړي دي.

یوه اونۍ مخکې د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري له ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل، په اصل کې د ځمکې په غصب کې د ملا عزت الله هاتف زوی لاس لري، چې په ځینو دولتي چارواکو یې بیا پلورلي دي.

هڅه مو وکړه، چې د لویې څارنوالۍ د ادعاوو په اړه د ولسي جرګې د غړي ملا عزت الله هاتف نظر واخلو خو بریالي نه شولو.

د قرغې بند او شاوخوا سیمې یې د کابل تفریحي ځای بلل کيږي، خو د بند تر څنګ او شاوخوا اوس ابادي شوې ده، لوړې ودانۍ، د اوسیدو کورونه او هوټلونه اباد شوي او د جوړیدو په حال کې دي.

خو پوښتنه دا ده، چې ولې لویې څارنوالۍ او یا هم نورو اړوندو ارګانونو پخوا د دغو ځمکو د غصب مخه نه ده نیولې، چې اوس په داسې حال کې انتقادونه کوي، چې په غصب شویو ځمکو ان ښارګوټي جوړ شوي.
XS
SM
MD
LG