د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

په افغانستان کې د بې وزلو اختر هم څه اختر وي؟


که څه هم اختر راروان دی او زیات شمېر خلکو ورته ځانګړې تیاري نیولې او غواړي، چې اختر په ځانګړو مراسمو او خوښیو ولمانځي؛ خو په کابل ښار کې یوشمېر کارګرکسان چې د تنخوا له کموالي شکایت کوي، وایي، دوی تر اوسه د اختر لپاره تیاري نه ده نیولې.

دغه کسان، چې ځیني یې د کابل ښاروالي د تنظیف په برخه کې کار کوي، موټرونه مینځي، د واټونو په سر سوداګانې خرڅوي او یا هم په کراچيو کې اوسپنې را ټولوي وایي، چې د دوی لپاره اختر مانا نه لري.

دغو کسانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې ماشومانو یې د اختر لپاره ترې جامې غوښتي، خو دوی دا چې نه یواځې جامې یې نه دي ورته اخیستي؛ بلکې د اختر لپاره یې سودا هم نه ده کړې.

"۱- زما نوم سید محبوب دی، زه په ښاروالۍ کې کار کوم، ما هیڅ اماده ګي نه ده نیولې، موږ د اختر په اوله ورځ او دږیمه ورځ هم کار ته راځو، زموږ معاش پنځه زره شپږ سوه افغانۍ دی، چې زموږ ګذران پرې مشکل دی، ټولو خلکو د اختر سودا اخیستې، ما قسم دی که اخیستې وي، یوولس کاله کيږي، چې ما د اختر لپاره سودا نه ده اخیستې.

شپږ ماشومان لرم، هغوی رانه جامې غوښتي خو ما نه دي ورته کړي، له کومه یې کړم زه هره ورځ له شمالي نه راځم سل روپۍ مې د ورځې کرایه ده.

۲- څه اماده ګي به ولرو، اختر ته موږ پنځه زره تنخوا لرو په خدای که ډوډی لرو، نه چای لرو، هیڅ څه نه لرو، که به مې اختر ته یو نخود هم اخیستی وي، زه به مسلمان نه وم.

۳- زموږ لپاره اخترونه څه مانا لري، د کاریګر طبقې اختر هم ښه والی لري؟"


دوی وایي، چې کال په کال په بازارونو کې مواد ګرانیږي او د دوی په ژوند کې هم اقتصادي ستونزې زیاتیږي او د حل کولو توان یې نه لري.

دغو کارګرانو له ازادي راډیو سره په مرکه کې له دولت څخه وغوښتل؛ چې دوی ته د ښه کار زمینه برابره کړي، ترڅو دوی وکولای شي، خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

په افغانستان کې نه یواځې د کاریګر طبقه د خپلې تنخوا له کموالي شکایت کوي، بلکې زیات شمیر افغانان د بیکارۍ له ستونزې سره مخ دي.

دغه کسان چې اکثره یې ځوانان دي، غواړي، د ښه ژوند لپاره کله ناکله بهرنیو هیوادونو ته ناقانونه مهاجرتونه کوي، چې ډیري یې خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې په لاره کې وژل کيږي.

راپور: ذکيه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG