د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

د افغانستان د مالدارۍ د تولیداتو بازار سوړ شوی


سربېره پردې چې افغانستان اوس هم په نړۍ کې په یومالدار هېواد مشهور دی ، خو د مالدارۍ تولیدات یې ورځ تربلې مخ په کمېدو دي.

د تولیدي فارمونو مسوولین او د لبنیاتو پلورنکې د کورنيو محصولاتو د راکړې ورکړې د کموالي علت یاد کسب ته د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت نه پاملرنه په ګوته کوي.

د لبنیاتو تولیدونکې وايي، چې د حیواني محصولاتو د بسته بندي لپاره مجهز ماشینونه نه لري، ترڅو کورني محصولات له بهرنیو سره سیالۍ وکړي.

په کابل ښار کې د سادات د حیواني فارم مسوول سید نورالدین ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم د بهرنیو تولیداتو په پرتله یې د محصول بیه او کیفیت ښه ده، ولې بیا هم خلک له بهرنیو محصولاتو نه استفاده کوي:

"د تیرو کلونو په پرتله موږ د لبنیاتو پلور اوپیرل ښه نه دي، هغه تجارتي مستې چې له بهره راواردیږي، د هېواد د فارمونو په تولیداتو باندې بد تاثر اچوي او سخته ضربه ورکوي.

هغه لبینات چې موږ یې تولیده و، له بهرنیو تولیداتو نه په بیې او هم په کیفیت کې ښه وي، ولې بیا هم خلک له بهرنیو تولیدتو نه ګټه اخلي، ځکه هغه ښه بسته بندي شوې وي.

زموږ ستونزه په مجهزو د ستګاو په نه درلودلو کې دی ،ترڅو وکولای شوو چې خپل تولیدات په ښه توګه بسته بندي کړو،چې ځانته مارکیټ پیداکړي."


په همدې حال کې یو شمېر کابل ښاریان په کورنیو تولیداتو باندې د روغتیا او پاکوالي په برخه کې انتقادونه لري او وايي، چې د هېواد کورني تولیدات په نړېواله کچه نه بسته بندي کیږي، نوځکه هم څوک ورنه ګټه نه اخلي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکو په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

۱ ((که چېرې زموږ د هېواد تولیدات له صحي پلوه درست وي، زموږ لپاره ښه دي ،که چېرې خلک ورته ګټه واخلي، نه یواځې زموږ لپاره به ښه وي بلکې د کورنیو تولیداتو د پرمختګ او رشد لپاره به هم ګټور تمام شي.

۲ (( موږ له کورنیو تولیداتو نه کمه استفاده کوو اویا هیڅ یې ورنه نه کوو، ځکه ښه نه بسته بندي کیږي او له صحي پلوه زموږ د روغتیا لپاره مضر تمامیږي.

بهرني لبنیات ښه بسته بندي کږي ښه مارکیټ لري، ولې د افغانستان لبنیات له صحی پلوه ښه نه بسته بندي کیږي، که چېرې ورته پام وشي نو موږ حاضر یو چې دهېواد له تولیداتونه استفاده وکړو."


د افغانستان د کرنې اومالدارۍ وزارت چارواکې مني، چې د اړتیا وړ یوه اندازه لبنیات له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته را واریدیږي چې دغه د کورنیو تولیداتو پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده.

خو چارواکې وايي، چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا لپاره تازه پروګرامونه لري،د دې وزارت ویاند مجید قرار وايي:

"د کرنې او مالدارۍ وزارت تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د شېدو راغونډولو لپاره ۲۵۰ مرکزونه جوړ کړي چې یاد مرکزونه د شیدو د پروسس وړتیا هم لري، یادو مرکزونو د بزګرانو او د کوپراتیف د مسوولینو له لوري رهبری کېږي،چې نیغ په نیغه یې ګټه بزګرانو ته رسیږي.

هغه کسان چې دلبنیاتو دپروسس په برخه کې پانګونه کوي،وزارت په دې اړه خصوصي سکتور ته تخنیکې مشورې اولارښونې اوهمدارنګه قرضونو نو او د مځکود اجارو په برخه کې هم مرسته کوي."


کوچ، مستې، پنیر، چکه ، شیدي او شات د افغانستان له کورني حیواني تولیداتو نه شمېرل کیږي، چې زیاتره په ولایتونو کې د مالدارنو له خوا په غیر معیاري او کلاسیکه توګه تولیدیږي.

که چېرې حکومت د افغانستان کورنیو حیواني تولیداتو د معیاري کولو په برخه کې پام وکړي ،داسې هیلې شته چې افغانستان به دکرنې اومالدارۍ په برخه کې وده او پرمختګ وکړي اوهم به په دې ډول له بهر څخه دحیواني محصولاتو د واردېدېدو مخه ونیول شي.

رحمت الله افغان ــــ کابل
XS
SM
MD
LG