د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

په اسټرالیا کې د کډوالو د ژغورنې عملیات روان دي


په داسې حال کې چې د ژغورنې بیړۍ او الوتکې د هغو کسانو لټه کوي، چې د اسټرالیا سواحلو ته نژدي د کډوالو د یو بیړۍ د ډویبدو له کبله ورک دي، د دې پېښې د تلفاتو د ډیریدو خطر زیات شوی دی.

چارواکو ویلي په دې کشتۍ کې ډیر کسان هغه افغانان دي، چې په غیرې قانوني لارو یې اسټرالیا ته د تلو هڅه کوله.


د لومړنیو راپورونو له مخې پر کډوالو بار یوه بیړۍ چې له سریلانکا څخه یې حرکت کړی و؛ د کریسمیس په نوم یو د ټاپو په ۱۹۰ کلیومترۍ او د اسټرالیا ۲۶۰۰ کیلومترۍ کې یې د خطر اعلان وکړ، چې له حادثې سره مخ شوې ده.

ویل کېږي، چې په دې بیړۍ کې ۲۰۰ هغه کډوال وو، چې غوښتل یې اسټرالیا کې پنا واخلي. چارواکو ویلي، په دوی کې ډیر افغانان وو.

د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر جیس کلر وايي، تر اوسه ۱۰۹ تنه ژغورل شوي، درې مړي هم له اوبو را ایستل شوي او د اتیا تنو په شا او خوا کې نور ورک دي.

د اسټرالیا د سمندري خوندیتوب چارواکي وايي، د ژغورنې شپږ بیړۍ او پنځه الوتکې د ورکو شویو کسانو په لټه کوي او د لټون او ژغورنې دا هڅې به د شنبې د ورځې تر غرمې پورې روانې وساتي.

سره له دې چې د ژغورنې هڅې روانې دي، خو د وخت په تیریدو سره د ورکو کسانو د ژوندي ژغورنې امکانات په کمیدو دي.

د اسټرالیا د شاهي طبي هوايي خدمتونو مرکز وايي، سره له دې چې د نویو ناروغانو تمه نه لري، خو بیا هم امکان لري، چې په ورکو کسانو کې به ځینې ژوندي وموندل شي.

ژغورل شوي کسان د کریسمیس ټاپو ته انتقال شوي دي.

د کریسمیس ټاپو اداري مسوول سټیف کلي وايي، ژغورل شوي کسان سمدلاسه په دې ټاپو کې یو روغتون ته وړل شوي دي او هغه کسان چې روغتیايي وضعه یې ښه وه؛ په همدې ټاپو کې د کډوالو لپاره ځانګړي شوی مرکز ته استول شوي دي.

د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر جیس کلر د دې هیواد راډیو ته ویلي؛ داسې ښکاري چې په کشتۍ کې ډیر سپاره کسان افغانان وو؛ چې اسټرالیا ته د پنا اخیستنې لپاره ورتلل.

له عراق او میانمار څځه وروسته افغانستان په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ م کلونو کې درییم هیواد وو؛ چې اسټرالیا ته ترې ډیر کسان مهاجر شوي دي.

اسټرالیا ته د مهاجرینو د ورتلو لپاره سریلانکا عامه او همیشنۍ لاره نه ده؛ ډیر کله له اندونیزیا څخه اسټرالیا د کډوالو د ورتللو د ټرانیزیټ لپاره کار اخیستل کېږي.

تر اوسه پورې اسټرالیا ته په لاره او یا د دې هیواد سواحلو ته نژدې داسې په لسګونو پېښې رامنځ ته شوي دي.

د ۲۰۱۰ کال په ډیسمبر کې د یو ساحلي ډبرې سره د کشتۍ د ټکر په پېښه کې ۵۰ تنه کډوال چې ۱۵ یې ماشومان وو ووژل شول.

د تیر کال په ډیسامبر کې هم یو بیړۍ چې ۲۵۰ تنه افغان او ایراني کډوال په کې سپاره وو، د اندونیزیا په اوبو کې ډوبه شوه او یوازې اوه څلوېښت کسان یې وژغورل شول.
XS
SM
MD
LG