د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

په روژه کې د اولمپیک لوبې او د مسلمان لوبغاړو اندېښنې


ټاکل شوې ده، چې د اوړي د المپيک لوبي په څو اوونيو کې په لندن کې پيل شي. د المپیک نړیوالې لوبې د روژې د مبارکې میاشتي سره یوځای پيلیږي.

تمه کیږي، چې د نړۍ له اسلامي هیوادونو څخه درې زره لوبغاړي په راروانو المپيک لوبو کې ګډون وکړي.

د روژې میاشت به د مسلمانو لوبغاړو پر فعالیتونو څه تاثیر ولري؟ لږ ترلږه درې زره لوبغاړي به د المپيک په سږنۍ سیالیو کې له دې پوښتني سره مخامخ وي چې څه وخوري کنه؟



په لندن کې د المپيک نړیوالي لوبي د اسد میاشتي له شپږمې څخه تر ۲۲ مې نیټې دوام لري. دا ټولي ۱۷ ورځې د روژې ورځې دي.

یو شمېر دیني عالمان په دې باور دي، چې مسلمانان د سفر پر وخت کولای شي، خپله روژه وځڼډوي او وروسته یې ونیسي.

له همدې کبله هغه لوبغاړي چې د المپیک په سږنیو سیالیو کې ګډون کوي له دغه استثنايي امر څخه استفاده کولای شي.

افغان تکواندوکار ″نثار احمد بهاوي″ چې ټاکل شوې ده، د لندن په المپیک لوبو کې ګډون وکړي، په دې باور دی، چې دا یوه پيچلې مسله ده. نوموړی وايي، د دې لپاره چې ښه لوبه وکړم وځلیږم نو غواړم چې خپله روژه وځنډوم او وروسته یې ونیسم.

ښاغلی بهاوي زیاتوي: “موږ یوه ډيره مهمه مسابقه په مخکې لرو. د هر لوغاړي دا هیله وي، چې د المپیک په لوبو کې ميډال وګټي، له همدې کبله موږ مجبور یو، چې روژه ونه نیسو او کفاره یې وروسته اداکړو، دا په دې خاطر چې موږ هره ورځ تمرین کوو او د مسابقو په جریان کې په هیڅ توګه امکان نه لري، چې روژه ونیسو. موږ باید اوبه وچیښو.”

خو ښايي چې یوشمېر افراطي حکومتونه، لکه ایران او سعودي عربستان له خپلو لوبغاړو وغواړي؛ چې د مسابقو په جریان کې هم روژه ونیسي، که دا کار وشي نو ګڼشمیر مسلمان لوبغاړي به له یو ډول پيچلي حالت سره مخامخ شي.

په دې اړه مود اسلامي چارو کار پوه ″صدیق الله فدايي″ نظر وپوښت، چې ایا یو مساپر لوبغاړی کولای شي په پردې هېواد کې د مسابقې پرو وخت روژه ونه نیسي او کفاره یې وروسته اداکړي.

ښاغلی « فدايي» په دې باور دی، چې ورزشکاران کولای شي د مساپرۍ پر وخت روژه ونه نیسي:

“دا تعلق په دې لري، چې دا سپوړټ په کوم ځای کې اجار کیږي؟ ایا په دا خل د خپل کلي او خپل ښار کې دې اوکه بل ځای ته ځي؟ که بل ځای ته ځي نو قران وايي.”

د المپیک لوبو په کومیټه کې د خوارکې موادو د څانګي رییس ″رونالډ موګان″ وايي: کله چې په لندن کې د المپیک د لوبو تقسیم اوقات د نړۍ هیوادونو ته ولیږل شو، نو هیڅ یوه هیواد، د لوبو د مهال ویش په اړه شکایت ونه کړ.

د فلسطین یو ۲۴ کلن ځوان ″بها الفارا″ وايي، چې په دې اړه یې د ″غزې″ په ښار کې له یوه دیني عالم سره مشوره کړې ده، هغه دې نتیجې ته رسیدلی دی چې، د سږکال په مني کې به روژه ونیسي.
XS
SM
MD
LG