د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

د شنګهايي سازمان له افغانستانه څه غواړي؟


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې زیاتره سرلیکونه او تبصرې د شنګهایي د سیمه ییزو همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان ګډون او د افغانو په وړانې د ایران چلند ته ځانګړې شوي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې افغانستان د شنګهایي سازمان په راتلونکې غونډه کې؛ چې په چین کې جوړیږي، د څارونکي غړیتوب ترلاسه کوي.

ورځپاڼې د سیمې په کچه سیاسي بدلونونو ته په اشارې لیکلي، پاکستان، چې اوس مهال یې اړیکې له امریکا او لویدیځو هیوادونو سره خورا سړې شوي، هڅه کوي، چې د سیمې ځواکمنو هیوادونو ته ځان نږدې کړي.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستان زیاته هڅه دا ده، چې د ځآن پر وړاندې د امریکا او لویدیځو هیوادونو د فشارونو د کمولواو په افغانستان کې د خپلو نا مشروع ګټو د خوندي کولو لپاره ځان د چین او روسیې په څیر هیوادونو ته نږدې کړي.

خو ورځپاڼې د شنګهایی په سازمان کې د څارونکي په توګه د افغانستان غړیتوب یو ښه پرمختګ بللی او لیکلي، چې افغانستان په شنګهایی تړون کې په فعاله ګډون سره کولای شي، چې د پاکستان د دغو هڅو مخه ونیسي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د شنګهایي د غونډې په څنډه کې به افغان او چینایي مشران په خپله کې د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو یو سند هم لاسلیک کړي.

ورځپاڼې وړاندې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندونې راخستي او لیکلي، چې افغانستان او چین به د سوداګرۍ او امنیتي اړیکو د پراختیا پلان هم اعلان کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دا سند په داسې حال کې لاسلیکیږي، چې افغان کتونکي بیا له چین څخه غواړي، چې نه یوازې په افغانستان کې زیاته پانګه ونه وکړي، بلکې د امنیت د ټینګښت لپاره په ګاونډیو هیوادونو فشار هم راوړي.

خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د روسي چارواکو څرګندونو ته په اشارې لیکلي؛ چې د شنګهایي غړي هیوادونه له افغانستان څخه ځینې داسې غوښتنې لري، چې د امکاناتو د نه موجودیت په صورت کې ناشونې دي.

د ورځپاڼې په وینا د شنګهایی په غونډه کې به د دې تړون غړي هیوادونه له افغانستان څخه وغواړي، د دغه تړون غړو هیوادونو ته د ترهګرو او نشه یي موادو له وراوښتو په مخنیوي کې همکاري وکړي.

ورځپاڼې په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په څرګندونو حیرانتیا څرګنده کړې او لیکلي، چې له یو بیوزلي هیواد څخه د خپل امنیت د ساتلو لپاره د همکارۍ غوښتنه له جل وهلي نه د اوبو د غوښتنو معنی لري.

ورځپاڼې دا غوښتنه په هیڅ صورت عملي نه ده بللې او سپارښتنه یې کړې، چې د روسیې او چین په څیر د شنګهایي غړي هیوادونه باید په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د کابل چاپ ورځپاڼو په وینا د شنګهایي د غونډې په څنډه کې به افغان ولسمشر د سیمې د څلورو هیوادونو له مشرانو سره، چې په کې د ایران ولسمشر هم شامل دې لیده کاته ولري او د افغانستان او سمیې په حالاتو به ورسره خبرې وکړي.

خو ځینو نورو ورځپاڼو بیا د افغانانو په وړاندې د ایران په چلند انتقادونه کړي او لیکلي، چې دغه هیواد د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په افغانانو خپل فشارونه زیاتوي.

محور نا دولتي ورځپاڼې په خپل یو خبر کې لیکلي، چې ایران اوس اوس د خپلو یو شمیر پوهنتونونو دروازې د افغانانو پر مخ تړلې دي.

د ورځپاڼې په وینا، اټمي فزیک، اټمي انجنیري او د پوځي زده کړو پوهنتونونه په هغه نوملړ کې شامل دي، چې پس له دې پکې افغانان زده کړې نشي کولای.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې ایران په افغانستان کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د خمینۍ د درناوي په نامه د غونډو د جوړولو لړۍ ته دوام ورکوي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په کابل ښار کې ددې غونډو په خلاف پراخ احتجاجونه شوي او کتونکي دداسې غونډو جوړول له هیواد سره خیانت بولي، خو ددې غونډو سلسله روانه ده.
XS
SM
MD
LG