د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

مسعود حسیني د پولیټزر جایزه ګټلې


مسعود حسیني لومړنۍ افغان عکاس دی
مسعود حسیني لومړنۍ افغان عکاس دی
مسعود حسیني لومړنۍ افغان عکاس دی، چې د پولیټزر جایزه يي ګټلې، حسیني ته دا جایزه په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې د چاودنې په وخت کې د یوې بیریدلې افغانې نجلې د عکس اخیستو په بدل کې ورکړل شوې.

دغه نجلې د مړو جسدونو په منځ کې ولاړه ده او له ویرې چیغې وهي.

مسعود حسیني دا عکس په خپلو ټولو تصویرونو کې د ټولو نه زیات خپه کوونکی وباله او ويي ویل، چې دا هغه عکس دی چې په کال دوه زره یولسم کې د عاشورا په مراسمو کې د چاودنې پر مهال اخیستل شوی او دی د دغه چاودنې نه صرف په ۱۵میتري کې وو او په خپله په کې هم ټپي شوې وه.

په دې چاودنه کې د اوویا نه زیات کسان وژل شوي وو او د حسیني په وینا د ده په کې هم لاس هم زخمي شوې و.

حسیني زیاتوي، چې دغه مهال یو لس کلنه نجلی ترانه، چې شنې جامې يي اغوستې وې، د مړو په منځ کې ولاړه وه او چیغي يي وهلې:

"د سترګو په رپ کې د ترانې شاوخوا په وینه لړل شوې وه، د هغې د خپلوانو مړي او ژوبل بدنونه د هغې شاوخوا پراته ول.

په هغوي کې د دې ورور او د لوبو ملګري ول. همدې هغې ته صدمه ورسوله، چې بیا دا د غوڅو شوېو کسانو تر منځ، په درد او ژړا ولاړه وه."


مسعود حسیني وايي، چې زه ټپي وم خو بیا مې هم هم عکسونه اخیستل چې بیا دغه عکسونه د ای ایف پي خبري اژانس ته ورکړي.

حسیني زیاتوي، چې لږه شیبه وروسته هغه ته د خلکو له خوا ټیليفونونه راغلل، چې ویل يي ستا دا عکس په نړېوالو ورځپاڼو لکه نیویارک ټايمز، واشنګټن پوسټ او لاس انجلس کې په لومړي مخ کې چاپ شول:

"زما له پاره هغه انځور نړیوالو ته دا ښودل، چې هغه په کابل کې څه پېښ شوي دي، هغه شی چې ترانې ته ور پېښ شوی وو او زه یې شاهد وم."

مسعود حسینی دا هم وايي، چې کله د شوروي اتحاد ځواکونو افغانستان ته راغلل نو د ایران کې پناه واخیسته او درزي توب يي پیل کړ او په هماغه پیسو يي یوه کامره واخیسته:

"زه خوشاله یم او د یوه افغان په توګه د افغانانو کړاو وښییم، خو زه خپه یم چې هلته څه پېښ شول او ما څه ولیدل.

ما ترانه په هغه حال کې ولیده، زه اوس هم ورسره په اړیکه کې یم، زه خبر یم چې هغه هم د شپې هسې خپسۍ نیسي لکه ما چې نیسي!!"


مسعود حسیني دا وخت د ترانه د عکس جوړولو په لړکې د جایزې اخیستو لپاره په هالنډ کې دی او وروسته به دی پولیټرز جایزه او لس زره ډالرو جایزې د اخیستو لپاره به نیویارک ته ځي.

راپور: انیسه اجمل
XS
SM
MD
LG