د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

نری رنځ هرکال لس زره تنه په افغانستان کې وژني


‍په داسې حال کې چې په افغانستان کې تیر کال د نري رنځ څه باندې اته ویشت زره پیښې ثبت شوي د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره د جدي تدابیرو خبره کوي.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ په کابل کې د توبرکلوز یا نري رنځ پرضد د مبارزې د نړېوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې وویل، چې د تیرو څو کلونو په ترڅ کې د دې ناروغۍ د کنټرول او له منځه تلو لپاره د دوي لاس ته راوړنې د پام وړ وې.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې څرګنده کړه، چې اوس هم په دې هېواد کې هر کال زرګونه تنه په دې ناروغۍ اخته کیږي:

"هر کال په افغانستان کې د نري رنځ درې پنځوس زره نوې پیښې ثبتیږي، چې له امله یې کم ترکمه هرکال لس زره تنه مړه کیږي.

هغه څه چې د پام وړ دي هغه دا دي چې په افغانستان کې په ښځو کې دا ناروغي زیاته ده."

د ثریا دلیل په خبره په نري رنځ د اخته کسانو په سلو کې شپږ شپیته ښځې جوړوي چې د اخته کیدو مهم علتونه یې غالۍ اوبدل، بیوزلي اوله وخت څخه مخکې ودونه ښودل شوي.

د عامې روغتیا وزیرې وویل، چې په توبرکلوز یا نري رنځ د اخته ښځو د کره شمیرې د موندلو لپاره یې سږ کال په اتلسو ولایتونو کې یوه سروې پیل کړې چې نتایج به یې د روان کال په وروستیو کې اعلان شي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د افغانستان په سطح په نري رنځ د اخته کسانو د درملنې لپاره یوازې لس مرکزونه موجود وو، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې دا مرکزونه دولس سوو ته زیات شول.

د عامې روغتیا د وزیرې په خبره نړېوال روغتیایي سازمان، د امریکا او کاناډا نړېوالې پراختیایي ادارې او یو شمېر بهرني سازمانونه د توبر کلوز پر ضد د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي، چې په دې ناروغۍ اخته کسانو ته د روغتیایي خدمتونو اندازه په سلو کې له څوارلسو څخه اوه نوي ته لوړه شوي ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان رییس احمد فره شادول په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د نري رنځ د ناروغۍ د لا خپریدو د مخنیوي لپاره تازه پروګرامونه لري:

" د پسرلي دا ورځ مونږ ته یوه نوې ورځ ده،مونږ د توبرکلوز د پراخیدو د مخنیوي لپاره نوي او قوي اقدامات په پام کې لرو.

لکه څنګه چې په تیرکال کې زرګونه تنه افغانان زمونږ له دې ډول خدمتونوڅخه برخمن شوي.

زه باور لرم چې دا پرمختګونه ټول د عامې روغتیا وزارت د هلو ځلو په نتیجه کې شویدي."

توبرکلوز یا نری رنځ په نړۍ کې د یوې خطرناکې او وژونکې ناروغۍ په توګه پیژندل کیږي چې د له مینځه وړلو لپاره یې له ډیرو هڅو سره سره لاهم هرکال په نړۍ کې نهه ملیون تنه په دې ناروغۍ اخته او دوه ملیونه یې مړه کیږي.

په افغانستان کې د توبرکلوز یا نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام په ۱۹۵۴ میلادي کال کې د عامې روغتیا د وزارت لخوا پیل شو خو د عملي کیدو چارې یې په دې هیواد کې د جګړو او نا امنیو له امله له خنډ اوځنډ سره مخامخ شوې.
XS
SM
MD
LG