د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د ناامنیو له امله د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي زیاته شوې


وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه لیکلي، هغه افغان پوځي افسر چې د تېر کال اپریل میاشت کې یي د کابل هوایي ډګر کې اته تنه امریکایي پوځيان ووژل، له کومې ډلې سره یي تړاو نه درلود.

ورځپاڼه لیکې: د پیښې په اړه تحقیقاتو ښودلې، افغان افسر د امریکایانو د وژلو پریکړه کړې وه، خو انګیزه او علتونه یي مبهم دي.

ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې چې د پولیسو یا ملي پوځ د افرادو او یانورو کسانو له خوا هر ډول عمل تر سره کېږي، نو طالبان یي په جګ اواز ادعا کوي چې دا پیښه دوي طرحه کړې وه او د دوي کسانو تر سره کړې ده.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکې: د هوایي ډګر د پیښې په تحقیقاتو کې ښودل شوي، افغان افسر چې په خپله هم په حملې کې ټپي شوی و، په یوازې ځان یي دا عمل سرته رسولی و او کورنۍ ستونزې یی درلودې. ممکن د همدې ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له امله یي دا عمل سرته رسولی وې او په اصطلاح خپل زړه یي تش کړی وې.

وال سټریټ زیاتوي، په افغانستان کې نورې پیښې چې هم رامنځ ته کېږي، کېدای شي په هرې یوې کې د طالبانو لاس نه وي او د ټولنیزو او نورو ستونزو له وجې ممکن تر سره شي، خو طالبان یي په خپله ګټه تبلیغات کوي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ته اشاره کړې او لیکي: په افغانستان کې د شخړو او نا امنیو له امله د هغو روغتیایي کارکوونکو شمېر کم شوی چې د ماشومانو د واکسین په برخې کې کار کوي.

له همدي امله د دغې وژونکې ناروغۍ پیښې په افغانستان کې بیرته زیاتې شوي دي.

ورځپاڼه لیکي: په افغانستان کې د زیاتو هلو ځلو له امله په ۲۰۱۰ کال کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۲۵ پیښې په دې هېواد کې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۱۱ کال کې دا شمېر درې برابره یعنی ۷۵ ته پورته شو.

ورځپاڼه زیاتوي، د نړۍ په زیاتو او ان بې وزلو هېوادونو کې هم نن سبا د پولیو ناروغي له منځه وړل شوې، خو د افغانستان ماشومان لا هم د دغې وژونکې ناروغۍ قربانې کېږي.

ورځپاڼه د افغان چارواکو له خولي لیکې: د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد مبارزې کې پرمختګ رامنځ ته شوې او حتی په خطرناکو سیمو کې هم ماشومان واکسین کېږي او د دولت مخالفان پدي کار کې ستونزې نه رامنځ ته کوي.
XS
SM
MD
LG