د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

″د سولې لپاره د طالبانو شرطونه″


نړېوالو ورځپاڼې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه مطالب خپاره کړي دي او لیکلي یې دي، چې طالبان په دې پوه شوي، چې امریکا غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

والسټریټ ژورنال په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده، چې عنوان يې دی ″د سولې لپاره د طالبانو شرطونه″.

ورځپاڼه لیکي، تیر ځل یو چا غوښتل له طالبانو سره خبرې وکړي، طالبانو خپل قاصد کابل ته واستوه، چې خپل د سولې پیغام د سولې د عالي شورا مشر ته ورسوي.

پیغام د قاصد په پګړۍ کې ځای پر ځای شوې وو او کله چې هغه چا ته، چې دا پیغام يې باید ترلاسه کړی وای نزدې شو، نو وچاودید، هغه يې وواژه او ښکاره شوه، چې طالبان د سولې په اړه څه فکر کوي.

دا پیښه د تیر م کال په سیپټمبر کې وشوه، خو په ظاهره داسې ښکاري، چې هغه پیغام کافي واضحه نه وو.

جرمني او امریکايي ډیپلوماټانو له دغه وخت څخه په پټه د طالبانو له استازو سره کتنې پیل کړې، له هغوی نه یې وغوښتل، چې په قطر کې ځان ته سیاسي دفتر پرانزي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړي.

والسټریټ ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو دا درک کړې، چې د اوباما اداره غواړي، د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او همدې ته په کتنه طالبان غواړي، خپل شرطونه پر مقابل لوري ومني.

د مقالې لیکونکی وايي، په قطر کې د سیاسي دفتر پرانستل کیدل به طالبان په سیاسي توګه بیا فعاله کړي. طالبان به دغه راز له ګوانټانامو زندان څخه د خپلو بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړې، چې د ورځپاڼې په وینا دا به د دغه زندان د تړلو لپاره د امریکا د حکومت له هڅو سره مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په وینا د دې خبرو اترو په اړه باور دا دی، چې په پوځي ډګر کې کمزوره شوي طالبان به ښايي سیاسي جوړ جاړي ته لیواله وي.

والسټریټ ژورنال د مقالې په پای کې وايي، متحده ایالات له افغان حکومت غواړي، چې د سولې له خبرو اترو سره پاتې شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې دا پیغام ورکوي، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه لویه پوښتنه د دې هیواد په غیاب کې هم فیصله کیدای شي.

د مقالې د لیکونکي په وینا، دا به د طالبانو دا نظر نور هم معتبره کړی، چې وايي، افغان حکومت د لویدیځ لاس پوڅی دی.

فارن پالیسي. فارن پالیسي خپرونې بیا د خبرداریو او ژمنو تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره چې په راغلي، ایا داسې څوک مو لیدلی چې له واشنګټن سره متحد هم وي او امریکا ته ضرب الاجلونه هم ورکوي؟

فارن پالیسي وايي، افغان ولسمشر حامد کرزی، چې کله هم غصه کیږي، نو له یوې نوې موضوع سره راڅرګندیږي. نوموړي تیره اونۍ وویل، د باګرام زندان ټول بندیان باید په یوه اونۍ کې دننه افغان حکومت ته وسپارل شي.

د مقالې لیکونکي پوښتنه کوي، چې له پاکستانیانو سره به څه کیږي؟
په مهمند اجنسۍ کې د ناټو له حملې وروسته اسلام اباد (سي. ای. اې) ته خبردارۍ ورکړ، چې په پاکستان کې د شمسیه هوايي اډه تخلیه کړي.

دا ګام د هغه هیواد له خوا اخستل شوی، چې پوځ يې د امریکا له خوا تمویل او روزل کیږي او مشرانو ته يې پیسې ورکړ شوي دي.

د فارن پالیسي په وینا نه یوازې د امریکا متحدان بلکې ایران هم خبرداری ورکړی، چې که لویدیځ پر دغه هیواد لګول شوي بندیزونه لري نه کړي نو تهران به په فارس خلیج کې د هرموز تنګی وتړي.

د مقالې د لیکونکي په وینا که په یاد مو وي، دا امریکا وه، چې ضرب الاجلونه به يې ورکول.

فارن پالیسي د (بوش د جګړې) په نامه کتاب د لیکونکي ″بوب وډورډ″ څرګندونې نکل کړي، چې ویلي یې دي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال هغه مهال د اوو غوښتنو یو لست د پاکستان استخباراتو ته سپارلی و.

په دغو غوښتنو کې راغلي، چې پاکستان باید له طالبانو او القاعده سره روابط قطع کړي او امریکا ته اجازه ورکړي، چې د دغه هیواد له خاورې پوځي اقدام وکړي.

خپرونه زیاتوي، پاکستان دا ټول شرطونه او غوښتنې ومنلې.

خو دا چې اوس څه چل شوی، چې په فوري ډول امریکا ته یو شمېر ضرب الاجلونه ورکول کیږي.

فارن پالیسي لیکي، محافظه کاران د دې پوښتنې ځواب لري، یعنې دا چې موږ کمزورې شوې یو ځکه ولسمشر اوباما غواړي، له داسې هیوادونو سره معامله وکړي، چې یوازې په زور او فشار پوهیږي.

فارن پالیسې زیاتوي، تاریخ ښودلې ده، چې ضرب الاجلونه تل د ځواکمنو له خوا کمزورو ته ورکول شوي دي.
XS
SM
MD
LG