د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

″په یوشمېر دولتي روغتونونو کې د ناروغیو سم تشخیص نه کېږي″


افغان ناروغان په یوه روغتون کې
افغان ناروغان په یوه روغتون کې
یوشمېر کابل ښاریان وایي، که څه هم په دولتي روغتونونو کې پرمختللي طبي وسایل موجود دي، خو په ډیر مواردو کې ډاکټران ناروغان د لابراتواري او نورو معایناتو لپاره خصوصي روغتونونو او معاینه خانو ته راجع کوي.

محمد او احمد الله هود خیل دو هغه کسه دي، چې له دې برخې څخه ډیر اندیښمن دي او وایي، که چېرې په دولتي روغتونونو کې د ناروغیو تشخیص هم کېږي هغه هم ډیر وخت غلط ثابتیږي.

دوی وایي، په دولتی روغتونونو کې د طبي ماشینونو د استفادې لپاره متخصص پرسونل نشته او اکثره وخت ناروغانو ته د غلط تشخیص له امله غطه دوا ورکول کېږي، چې ان د ناروغانو د مړینې او یا په بل مرض د مبتلا کېدو لامل ګرځي.

″احمد الله یم د هود خېل اوسېدونکی یم. دوی له خارج نه ډېر په جګه سطح ماشینونه را غواړي. خو دلته داسې ډاکټر نشته چې پر هغې باندې دې پوه شي، یعنې پر هغې د معلوماتو تحصیلات نه لري، اکثره خلک د تشخیص لپاره هندوستان او پاکستان ته ځي، ځکه چې دلته یې تشخیصونه غلط وځي.″

″زما نوم محمد دی. داسې موږ خپله لیدلي دي، زما ناروغي یې تشخیص کړه، ویل یې چې ته ملاریا یې خو کله چې بل ډاکټر ته لاړم هغه مې وینه معاینه کړه راته یې وویل، چې ته هېڅ تکلیف نه لري، ملاریا نه یې، دا سل په سله غلط دی دا له عوامو سره ظلم دی، دا ناروغي چې څومره زیاته شوي دا له ناپوهۍ نه له غلطې لابراتواري نه او د ډاکټرانو د نا پوهي له امله ده، دومره مریض نه وي، لکه د ډاکټر په غلط تشخیص چې د غلطې دوا له امله ناروغیږي.″

ځینې خلک په دې باور دي، چې اکثره ډاکټران د دې لپاره، چې له شخصي کلینکونو سره اړیکې لري، ناروغان د معانیاتو لپاره له روغتون څخه بهر لیږي.

خو د عامې روغتیا وزارت سلا ډاکټر عبدالله فهیم وايي، چې اوس مهال په دولتي روغتونونو کې پرمختللی وسایل کارول کېږي.

نوموړی که څه هم په ځینو مواردو کې د غلط تشخیص خبره مني، خو وایي، چې دا مساله ځینې وخت په هر پرمختللي هېواد کې هم پیښیږي او په افغانستان کې په هغه کچه نه ده، چې خلک یې اندیښمن کړي دي.

″وګورﺉ داسې موضوع نشته چې موږ ووایو ټول تشخیصونه غلط دي، په هره لابراتواري ازموینه او عملیه کې چې د وسایلو او وسایطو په واسطه کېږي، د غلطې او اشتباه امکان په کې موجود دی، که چېرې موږ په یوه میاشت کې چې کومه غلطي کېږي او د هغې میاشتې ټول اجرات غلط وبولو نو دا به د منطق له لحاظه سم نه وي.″

اوسمهال په ټول هېواد کې سل دولتي روغتونونه دي، چې له دې ډلې یواځې اولس یې په کابل کې فعالیت کوي.

د دې روغتونونو څخه یو هم د کابل د وزیر محمد اکبر خان روغتون دي، چې په پرمختللو وسایلو سمبال دي، چې د عمومي جراحي اورتوپیدي او عمومي داخلې څانګې لري.

د دې روغتون مشر ډاکټر سید قمرالدین حافظ وایي، چې دوی په دغه روغتون کې د طبي وسایلو د استفادې لپاره متخصص ډاکټران لري، چې یوشمېر یې په هند پاکستان کې زده کړې هم کړي او ټاکل شوې، چې یوشمېر ډاکټران په راتلونکي کې سلواک ته د زده کړې لپاره ولیږي.

نوموړي په وزیرمحمد اکبر خان روغتون کې د طبي ماشینونو د استفادې په اړه وویل.

″زه موافق نه یم، چې روغتونونو کې وسایل شته او پرسونل نشته هغه وسایل چې روغتون کې دي، پرسونل هم ورسره شته دی، چې استفاده ترې وکړي او نوي وسایل لکه سټي سکن او امارای چې موږ یې نه لرو او مخکې له دې چې موږ یې راوړو په کار ده، چې موږ ډاکټران یو، چیرې ولیږو په هغه برخه کې زده کړه وکړي او ځان بلد کړي او بیا نوي ماشین را وغواړو.″

خلک په داسې حال کې په دولتي روغتونو کې د غلط تشخیص په اړه انتقاد کوي، چې یوشمېر نور یې بیا په دولتي روغتونو کې د ډاکټرانو د بد سلوک، د نظافت د نه مراعات کولو او پر وخت د مریض د نه پاللو په اړه اندیښنه لري.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG