د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

له کندهاره د څه کم شل میلیونو ډالرو په ارزښت میوې صادرې شوي


په کندهار ولايت کې د سوداګرۍ د خونو چارواکي وايي، چې په روان کال کې يي د څه کم شل ميليونو ډالرو په ارزښت۲۰ زره ټنه وچي او تازه مېوې بهرنيو هېوادونو ته صادر کړې دي.

په کندهارکې د سوداګرۍ د خونو مشر نصر الله زهير وویل، که څه هم سږ کال د انارو د راټولو پرمهال يو ډول مچ او موسمي بارانونو دغه میوې زيانمن کړي، خو لا هم یي پر صادراتو کومه بده اغېزه نه ده کړې او په راتلونکو دریو میاشتو کې به د وچې او لندې میوې صادرات دوه برابره شي.

ښاغلی زهير وايي، چې د روان کال په نهو میاشتو کې د کندهار څخه بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته اووه زره دوه سوه ۷۹ ټنه وچه او نهه زره ۷۵ ټنه تازه مېوه صادر کړې، چې ټوليز لګښت يي څه کم شل ميليونه ډالره کېږي.

د زهير په وينا په وچه مېوه کې ممیز، بادام، اينځر، ارتاوي او په لنده مېوه کې انار، انګور، مڼۍ، خټکي او نورې ميوې شاملي دي، چې د بېلابېلو سوداګرو له خوا پاکستان، هندوستان، دوبۍ، امريکا، کانډا، ماليزيا، جرمني او يو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي:

((دا هغه اندازه چې زموږ سره راجستر شوی، زموږ معلومات دا دي چې بیله راجستره هم ډیره میوه بهر ته تللي.))

په ورته وخت کې باغوانان او سوداګر هم سږ کال نسبت تیرو کلونو ته د انارو او انګورو حاصلات ښه بولي، خو د دوي په وینا د حاصلاتو د ټولولو پر مهال يو ډول مچانو او باران انار سخت زيانمن کړل.
د ارغنداب ولسوالۍ باغوان عبدالهادي:

((سږ کال شین مچ درختې ووهلې او د انارو د حاصلاتو پر وخت بارانونه هم وشو، چې ډیر تاوان یي واړوه))

بل خوا ځیني هغه سوداګر، چې نړېوالو هېوادونو ته د وچې او تازه مېوې صادرات کوي وایي، چې د میوې د انتقال پر مهال په ځینو هېوادونو کې ستونزې لري.

صبغت الله چې دوبی ته وچه میوه وړې وایي، چې د دغه ښار په هوایي ډګر د میوې په کارټنانو کې داسې پلټنه کیږي، چې وروسته یي شرکتونه او سوداګر په سمه بیعه نه اخلي:

((زه دوبی ته مالونه وړم هلته سکین هم شي، خو بیا د میوې کارټونونه پرې کوي هغه شرکتونه چې زموږ سره یي قرار داد کړی بیا دغه څیري کارټونونه نه مني.))

د يادونې وړ ده، چې په تیر کال کې هم د کندهار څخه زرګونه ټنه وچه او لنده ميوه بهر ته صادره شوې وه، چې ميلونه ډالره ارزښت يي درلود.

محمدصادق رښتینی،کندهار
XS
SM
MD
LG