د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

کابل ښاریان د سونګ توکو له لوړو بیو سر ټکوي


په افغانستان کې د ژمي موسم په را نږدې کیدو سره، یوشمېر خلک شکایت کوي، چې سر له اوسه په بازارونو کې د سونګ توکو بیې لوړې شوي، چې ډېري خلک یې د اخیستلو توان نه لري.

هغه خلک، چې د ژمي په موسم کې د تیلو او ګازو سربیره له لرګیو او ارې له بورې څخه کار اخلي وایي، چې د تیرکال په پرتله یې بیې خورا لوړې شوي دي.

یوشمېر کابل ښاریان له دولت څخه غواړي، چې د دې توکو پر کنټرول کې جدي کار وکړي، څو ټول خلک وکولای شي، په مناسبه بیه د ژمي لپاره سونګ مواد برابر کړي.

″ ۱- پروسږ کال مې لرګي اخیستل په ۶ یا ۶ نیم زره اوس لرګي په ۹ زره روپۍ دي. پرون چې د لرګیو اخیستو ته ورغلی وم، وس مې ونه شوه، ځکه زه په خپله دکاندار یم. ما چې ونه شو کړای چې وایې خلم نو غریب سړی به یې څنګه واخلي.

حکومت ورته پام نه کوي، که حکومت ورته پام وکړي، نو دا کنترولېدلای شي. دومره مرستې چې کیږي، بیا هم کال په کال د هرڅه بیې لوړیږي.

۲ – زه عزیز ګل ځاځی یم، په قلاچه کې صرافي کوم. په خپله مې نه دي اخیستلي، دومره وس نه لرم، چې یو خروار یا دوه خرواره واخلم.

کال په کال یې نرخونه لوړیږي، داسې نه ده، چې لرګي نه شته، لرګي شته، ډکې ډکې لارۍ راځي، خو ورځ په ورځ یې نرخونه لوړيږي او ټیټيږي نه.

۳- نوم مې لالا ګل دی. چا سره چې پیسې وي اخیستلای یې شي، خو که چا سره یې وس نه وي نه شي یې اخیستلای.

د ورځې درې یا څلور سوه افغانۍ ګټو په هغو یې نه شو اخیستلای، ځکه هغه ایله د کور خرڅ وشي.

وس نه لرو چې دوه یا درې خرواره یې واخلو، دومره وس لرو، چې دوره منه یا درې منه یې واخلو.″

خو د لرګیو او ډبرو د سرکرو یوشمېر سوداګر د لویو لارو خرابوالي او په دې لارو کې له دوی څخه د ناقانونه پیسو اخیستل هغه عوامل بولي، چې بیې لوړې کړي دي.

دغه سوداګر وایي، چې دوی اوسمهال افغانستان ته د سونګ مواد له بهره راوړي، چې هلته له ستونزو ګاللو وروسته په خپله خاوره کې هم له ستونزو سره مخامخ کیږي.

دوی وایي که چېرې په دې موادو مالیه را کمه شي، په لارو کې د پولیسو له خوا د ناقانونه پیسو اخیستلو دود ختم شي، نو دا مواد به په ارزانه بیه بازارونو ته وړاندې کړي.

″۱ – نوم مې جان اغا دی، په هرې بوجۍ کې یې ۶ یا ۷ سوه افغانۍ جګ شوي دي، په لارو کې پوستي پیسې اخلي، کمرګ پرې راځي او لاره خرابه ده، نو ځکه د سکرو او لرګیو بیې یې لوړې شوي دي.

۲ – نوم مې حاجي علي مرجان دی، د ارګون د ولسوالۍ د پکتیکا د ولایت یم او موټروان یم. اساسي ستونزه دا ده، چې دا لرګي موږ د پاکستان له غرونو راځي، د افغانستان د غرونو لرګي نه وهو.

کله چې له پاکستانه لرګي افغانستان ته راوړو، پولیس مو ځوروي، لارې خبرابې دي، اوس یو جوړ ټیر ۷۵ زره روپۍ دي، کمرک یو په دوه پیسې اخلي، ټرانسپورټ رانه اخلي.

پرون مې درې ځایه جنجال کړی، په وروستي ځای کې یې ټوپک راپسې اخیستی او وايي، چې ډېر جنجال مه کوه.

موږ هم باید دغه ټول مصارف په کې حساب کړو.″

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دي، چې اکثره وګړي، یې د ژمي په موسم، د خونو د ګرموالي لپاره، له تیلو، ګازو، بخارۍ او د ډبرو سکرو څخه ګټه اخلي.

افغانستان چې اوسمهال د سونګ مواد له بهره را واردوي، خو کله ناکله د ژمي په موسم کې ګاونډي هیوادونه، له خپلې خاوري، د سونګ موادو ته د راتګ اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.

چې د تیرکال بیلګه یی په ایران کی دافغان سوداګرو د تیلو د ټانکرونو ایساریدل وو.

خو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي، چې دوی د تیلو لپاره په بازار کې نرخ ټاکلی او که چېرې، سوداګر د لرګیو او نورو سونګ موادو په خرڅولو کې زیاتی وکړي، نو دوی به ورته نرخ وټاکي.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند وحید الله غازي خېل ازادي راډیو ته وویل، چې د سږکال لپاره سوداګرو ډیر چمتوالی نیولي او د ژمي لپاره یې د سونګ موادو زیرمه کړي، خو وایي، د دې موادو پلورل به و ارزوي او هڅه کوي، چې په ارزانه بیه یې خلک ترلاسه کړي.

″د لرګیو د ګرانښت یوازنی علت دا دی، چې پخوا دوی دا لرګي له پکتیا او خوست نه راوړل، خو اس یې له انګور باغ نه وزیرستان نه راوړي او یوازنی علت یې هم همدا دی، چې ټرانسپورټ ورته ګران تمامیږي، نو ځکه د لرګیو بیه لوړه شوې ده او دوی دا ټول مصارف پرې وراچوي.

موږ به ډېر ژر له دوی سره خبرې کوو او که چېرته دوی ناروا کوي نو موږ به خپل نرخ پر دوی ټاکو.″

افغان دولت داسې مهال د ژمي په موسم کې د نورو سونګ موادو لپاره بیه ټاکي، چې سږکال په بازارونو کې د تیلو د بیو له لوړوالي شکایت وشول.

که څه هم افغان دولت د دې موادو د کنټرول لپاره بیه وټاکله خو تر اوسه پورې ټاکل شوې بیې په سمه توګه نه دي عملي شوي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG