د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

د افغانستان د ملي تیاتر سالون پرانیستل شو


د افغانستان ملي تیاتیر په روانه اونۍ کې د هنري نندارو د وړاندې کولو کوربه دی.

دا تیاترچې له کلونو کلونو راهیسي په کې د ودانۍ او سالون د نه لرلو امله هنري فعالیتونه په ټپه دریدلي وو، د یکشنبې له ورځې راهیسي یو ځل بیا د دې جوګه شو چې د مرکز او ولایتونو هنرمندان په کې د مربوطو ادارو له پلان سره سم هنري فعالیتونه ترسره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت مشاورجلال نوراني ازادۍ رادیو ته وویل، غواړي یو ځل بیا د هېواد هنرمندان وهڅوي ترڅو، د دوي هنري استعدادونه څرګند او دغه حالاتو ځپلی هنر بیرته په پښو ودروي.

نوراني وویل، وروستیو کلونو کې د تیاتر اوم فسټیوال دی چې له نیکه مرغه په نوي رغول شوي ودانۍ کې ترسره کیږي او سږ کال ورته د نورو کلونو په نسبت ډیره پاملرنه شوې ده:

(یوه ځانګړتیا چې لرې هغه دا ده چې د دوست او ورور هېواد تاجکستان د تیاتیر ډله هم راغلې ده.

له دولس یا دیارلسو ولایتونو هنرمندان هم راغلي او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت ونډه او مرسته په کې هم زیاته ده، په دې فستیوال کې شاوخوا شل تیاتري نندارې اجرا کیږي.)

مسئولینو وویل، د فستیوال هنري نندارې د یوه مسلکي ټیم له خوا ارزیابي او په پای کې یي ښه هنرمند، ښه لیکوال، ښه دایرکتر، ښه سناریست او په مجموع کې غوره هنري ننداره ستایل کیږي او د جایزې وړ ګرځي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت او د ملي تیاتر د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د جرمني ګويټه انستیتوت له کلونو کلونو راهیسي د هېواد د هنر د ژوندي ساتلو په لاره کې مسلسلې مالي او فني مرستې کړي دي.

ملي تیاتر چې له کابل نندارې سره جوخت پروت دی، په رغولو او تجهیزولو یي یاد انستیتیوت په لسګونو زره امریکا ډالره لګولی او په وروستیو دوو میاشتو کې یي هنري فعالتیونو ته تیار کړ، د ګویته انستیتیوت استازي ابراهیم هوتک وویل:

«ګویټه انستیتیوت د افغانستان د هنر د پراختیا لپاره مرستې کړي، اوس یي هم کوي او په راتلونکي کې هم .

هیله ده ورته ودانۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم جوړې او هنرمندان په کې هنري فعالیتونه پراخ کړي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، دم ګړۍ د هېواد تیاتر، ډیرو مالي امکاناتو، ښو لیکوالو مجهزو ځایونو او د تمرین مناسب چاپیریال ته ضرورت لري او سره له دې چې د دې نیمګړتیاو د پوره کولو لپاره د حکومت هڅې روانې دي، خو کافي نه دي.

دوي له نړېوالې ټولنې هیله کوي، چې د دې هنر په وده او پراختیا کې ورسره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG