د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

"موږ د سوداګرۍ وزارت له لوري په ټاکلي بیه تیل نشو اخیستلای"


که څه هم په کابل ښار کې د تیلو ځینې پمپونه د سوداګرۍ او صنایع وزارت له بیو سره سم تیل پلوري، خو ځیني نور بیا دا پرېکړه نه مني او ځان ته یي خپلې بیې ټاکلې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د جولای میاشتې پر 18 مه په کابل ښار کې د یوه لیټر پټرولو او یو لیټر ډیزلو بيه 57 افغانۍ ټاکلي، خو له هغه وخته تر اوسه دغه بیه په ټول کابل کې نه ده عملي شوې.

له دې ډلې څخه یو هم د کابل ښار د دریم مکروریانو د تیلو ټانک دی، چې یو لیټر پټرول په 61 افغانۍ او یو لیټر ډیزل په 59 افغانۍ پلوري.
غازي خیل: د کابل ښار د تیلو پلورونکي کولای سي له حیرتانو تیل راوړي


د دې پمپ خاوند حاجي عطاالله وايي، چې په ازاد بازار کې تیل په هغه بیه نه رانیول کیږي، چې دولت پمپونو ته ټاکلي او د پمپ کرایه هم پر بیو اغیز لري.

نوموړی له دولت څخه غواړي، چې د تیلو لوی تړونونه وکړي او دوي ته تیل ورکړي:

“13 لکه افغانۍ د دې ځای کرایه ورکوو، هغه بیې بیخي نه تمامیږي، چې دولت وايي، دوي باید لوی پلورونکي کنټرول کړي، که دوي وکولای شي، چې موږ ته تیل راکړي نو بیا دې بيي هم راکړي، په ازاد بازار کې په 57 افغانۍ رانیول کیږي نه”

موږ د کابل ښار بېلابېلو سیمو او د تیلو ټانکونو ته ولاړو او د پمپونو د کار کوونکو او موټر چلوونکو سره مو خبرې وکړې.

موږ د کابل نندارې په سیمه کې د کابل نندارې د تیلو پمپ ته هم ورغلو، چې یو لیټرل پټرول په 58 افغانۍ پلوري.

د دې پمپ له منشي محمد صادق څخه مې وپوښتل، چې ولې یې د پټرولو بیه یوه افغانۍ پورته ده.

دی وايي، په دې بیه کې اوس هم دوه نیمي افغانۍ تاوان کوي:

“په 58 افغانۍ یې خرڅوو خو مالک موږ ته اوس هم وايي، چې په دې کې
د تیلو پمپونو مسئولین: دولت په لویو بازارونو کي بيي نه دي کښته کړي

هم دوې نیمې افغانۍ تاوان کوي اوس هم د دولت مراعت شوی ځکه چې 57 افغانۍ یې بیه ټاکلې ده.

د تیلو په سرای کې بیې نه دي راکښته شوي، دولت یوازې په پمپونو کې بيې کښته کړي، اساسي ستونزه نه ده حل شوې.”

خو د دې پمپونو پر خلاف د کابل د هوايي ډګر پر 40 متره سړک، پایکوب نسوار، نوي ښاراو ځنیو نورو سیمو په پمپونو کې بیا تیل د سوداګرۍ وزارت له ټاکلي نرخ سره سم خرڅیږي.

د دغو پمپونو کارکوونکو ویل، چې تر ټاکلي بیي یې لوړ نه شي پلورلای او نه یې هم د زیان خبره وکړه.

عام خلک او موټر چلوونکي هم د تیلو له بېلابېلو بیو څخه شکایت کوي، د دوي په خبره که بیه یوه افغانۍ کښته کیږي، څو افغانۍ بیرته پورته کیږي:
“د تیلو بیه ثابته نه ده، کله په 60 کله په 61 او کله په 65 افغانۍ لیټر وي، ارزاني یوه افغانۍ ده او قیمتي 20 افغانۍ هرڅوک په خپله خوښ دي، تیل بندي کړي وايي نه راځي.”

او بله عزیز ټکسي چلوونکی:

“ډیزل مې په 57 افغانۍ ور واچول، غوښتنه مې دا ده چې موږ افغانان باید پر خپلو بېوزلو افغانانو ورحمیږو، د بدبختیو، لوږو او تندو حوصله نوره والله که لرو.”


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت هم وايي، چې د دوي له خوا ټاکل شوې بیه په لنډ وخت کې پر ټولو نه شي عملي کېدای او وخت ته اړتیا لري.

د کابل ښار د تیلو د ځینو ټانکونو مسئولین پر سوداګرۍ وزارت دا انتقاد کوي، چې د کابل په لویو بازارونو کې د تیلو بیي نه کنټرولوي او یوازې په پمپونو کې څارنه کوي.

خو د سوداګرۍ وزارت ویاند وحید الله غازي خیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې که د تیلو پلورونکو ته د کابل په لویو بازارونو کې د تیلو بیې لوړې تمامیږي دوي سوداګرو ته د حیراتان پر بازار مکتوب ورکولای شي:

“د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د سون موادو ریاست د کابل ښار ټولو ټانګ والاوو ته، چې غواړي له حیراتانو تیل راوړي، پیژندپاڼه ورکوي، له دې وروسته کې دوي ته د کابل په کمپنۍ کې تیل قیمت تمامیږي، دوي کولای شي مستقیم یې د حیراتانو له بازاره را وارید کړي، دغه اسانتیا موږ دوي ته برابره کړې ده.”

ښاغلي غازي خیل زیاته کړه، چې د سوداګرۍ وزارت په هرو دوو اونیو کې د تیلو د نړېوالو بازارونو بيې څاري او پر هغه اساس په افغانستان کې د تیلو بیي ټاکي.

په افغانستان کې د تیلو بیې وروسته تر هغه ډیرې پورته شوې، چې ایران تیر کال د افغان سوداګرو د تیلو سلګونه موټرونه په خپله خاوره کې ودرول او افغانستان ته یې د تګ اجازه نه ورکوله.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د سون موادو ریاست ویلي وه، چې په افغانستان کې د تیلو کارو بار څو مافیايي کړېو په لاس کې نیولی او دولت ته ستونزې جوړوي.

د دې څانګې رئیس فرید احمد شیرزاد ویلي وه، که دغه مافیايي کړۍ له خپله کار لاس وانه خلي او د تیلو بیي کښته نه کړي دوي به یې نومونه روښانه کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG