د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

په هېواد کې د سیلابونو او وچکالي امکان


په داسې حال کې، چې د هېواد د ختیځ په ځینو ولایتونو کې سیلابونو خلک زیانمن کړي، خو له پېښو سره د مبارزې اداره بیا د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د سیلابونو د راوتلو وړاندوینه کوي.

د دغې ادارې مشر ډاکټر محمد دایم کاکړ وایي، چې ممکن په راتلونکو ورځو کې دوی د هېواد په شمال کې په ځینو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو شاهدان واوسي، چې د ده په وینا ورته لازمې تیارۍ نیول شوي.

″اوس په پاکستان کې داسې یو وخت دې چې بارانونه زیات کیږي او دغه هوا او د اقلیم بدلون خامخا زموږ پر هغو سرحدي ولایتونو لکه ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او داسې نورو باندې تاثیر کوي.

اوس خو داسې کوم خاص دلیل د سیلاب لپاره نه شته، خو په داسې ځایونو کې چې واورې ویلې کیږي او د اوبو کچه لوړیږي هلته بیا د سیلابونو خطر شته، لکه په تخار، سمنګان، جوزجان او بلخ کې چې د امو سیند ترې تیریږي، هلته د سیلابونو خطر شته.″

له پیښو سره د مبارزې اداره دا تیارۍ په داسې حال کې نیسي، چې تیره اونۍ د کونړ په ځینو ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي.

د دې ادارې په وینا د دې سیلابونو د راوتلو اساسي علت د پاکستان په ځینو سیمو کې وروستي ورښتونه دي.

د کونړ والي سید فصل الله واحدي وايي، چې د پیښو قربانیانو سره یې د بیلابیلو ادارو مرستې تر لاسه کړې دي.

″د ماڼوګې، دره پیچ او واټه پور په ولسوالیو کې سخت سیلابونه راغلي، پنځو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې دوه ښځې، دوه ماشومان او یو نارینه دي په کې.

همداراز د واټه پور په ولسوالۍ کې یو پل وو، چې د پیچ دره یې نښلوله هغه هم له منځه تللی او اوس د سرې میاشتې د کلیو او پراختیا او مهاجرینو وزارتونو له خوا ځینې مواد دي، چې غواړو قربانیانو ته یې ورسوو.″

مخکې له روژې ځینو منجمینو داسې وړاندوینه کړې وه، چې سږ کال به د روژې له راتګ سره سم سیلابونه راشي او یو شمېر خلکو ته به مرګ ژوبله واړوي.

خو دا مهال منجم عبدالله کندهاری وايي، چې د کونړ سیلابونه وروستي سیلابونه وو او وروسته تر دې به نور هیڅ سیلاب نه وي، خو هغه همداراز خبرداری ور کوي، چې روان کال به ډير وچ کال وي.

″نور د دې سیلابونو لړۍ پای ته رسېدلې ده، یوه خبره چې زه یې غواړم تاسو ته یې وکړم، هغه دا چې موږ سږ کال وچکالي په مخ کې لرو. زه یواځې د حود میاشته لږه ابرالوده وینم او زما په اند سږ کال ۸۵ سلنه وچکالي ده.

دولت باید د دې مخنیوی وکړي او دې ته باید اماده واوسیږي او د ځمکې لاندې اوبه مخ پر ښکته همداسې روانې دي، تر هغو چې ورښت ونه شي اوبه نه دریږي.″

د ښاغلي کندهاري په وینا چې سږ کال به په ټول هیواد کې سخته وچکالي وي او داسې وړاندوینه کوي، چې اوبه به درې متره نورې هم ټیټې ولاړې شي، چې د هغه په وینا دا ډیره د اندېښنې وړ خبره ده.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هر کال برف کوچونه او سیلابونه ډير په کې کیږي او ډیروخلکو ته په کې د سر او مال تاوانونه هم رسیږي، خو دولت تر اوسه په دې برخه کې هیڅ کار هم نه دی کړی څو د دا ډول پیښو مخه ونیسي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG