د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

ترکيه: د پوځ لوى درستيزانو د اختلاف له کبله استعفى وکړه


د ترکيې لوى درستيز جنرال اشيک کوشنر
د ترکيې لوى درستيز جنرال اشيک کوشنر
د ترکیې د پوځ لويو درستېزانو له حکومت سره چي اسلامی بنسټ لري، د اختلاف له وجې استعفاوې کړی دي.

د ترکیې د وسله والو ځواکونو لوي درستیز جنرال اشیک کوشنر، د ځمکنیو، سمندري او هوایي ځواکونو قوماندانانو ټولو د جمعې په ورځ استعفاوې وکړې.

د ترکیې “حریت” ورځپاڼې د کوشنر له خولې ویلي، ده د یو شمېر پوځي افسرانو د بندي کیدو په اعتراض کي استعفی کړیده.

د ترکیې د صدراعظم رجب طیب اردووان دفتر په یوه بیان کي ویلي، د پوځ څلورو قوماندانانو استعغاوې کړې، خو د علتونو په اړه یي څه ندی ویلي.

د صدراعظم د دفتر په بیان کي جنرال نجدد اوزیل د ځمکنیو قواو د قوماندان او د لوي درستېز د مرستیال په څوکۍ ټاکل شویدی.

په بیان کی ویل شوي، د پوځ عالی شوری به د دوشنبې د ورځې په غونډې کي له پلان سره سم نورې ټاکنې هم وکړې.

په تېرو څو کلونو کي د رجب طیب اردووان د حکومت او پوځ تر منځ تاوتریخوالی زیات شویدی.
شاوخوا ۲۵۰ تنه پوځي افسران د حکومت پرضد د دسیسو په تور بندیان شویدي.

په برسل کي د ناتو ویاند د ترکیې د پوځي قوماندانانو د استعفی په اړه له څرګندونو څخه ډډه وکړه.
ترکیه د ناتو غړی هیواد دی او دا مهال په افغانستان کي شاوخوا ۱۸۰۰ عسکر لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر وویل، د ترکیې د پوځي مشرانو استعفی ددغه هیواد کورنۍ مسله ده.
XS
SM
MD
LG