د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

د افغان کانونو لپاره دې پیاوړی میکانیزم جوړ شي


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان کانونو د استخراخ، د هغو ګټو او خنډونو او د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان د حملو په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې سلطان سرور ورته لنډه کتنه کړې ده.

ایوروایشیا ویو ورځپاڼې په خپلې روستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د کانونو د استخراج د پراختیا په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې.

ورځپاڼه وایي، افغانستان ډیرلوی کانونه لري چې بیه یې له یوه تردریو تریلیونو ډالروته رسیږي.

اوس چې نړیواله ټولنه غواړي، په افغانستان کې خپل عسکر کم کړی او له دغه هېواد سره اقتصادي مرستو ته ځان برابروي او د کابل حکومت هم غواړي؛ چې د حاجي ګک د اوسپنې کان راتلونکې میاشت مزایدې ته وړاندې کړي، خبرې او څیړنې په دې روانې دي، چې د افغانستان د دوامدارې سوکالۍ او پراختیا لپاره د کانونو له سرمایې څنګه کار واخیستل شي.

نادولتی موسسې په دې باوردي، چې له کانونو څخه د اوچټې ګټې د اخیستلو لپاره لومړی باید د قراردادونو کچه پراخه کړای شي او هغه ګټې چې لاس ته راځي د هغو د ادارې لپاره هم باید یو پیاوړی میکانیزم جوړ شي.

ورځپاڼه د څیړونکو له قوله لیکي، چې یوه لویه ستونزه دا ده، چې د کابل حکومت له یوې خوا د لویو پروژو د ګټو د جذبولو ظرفیت نه لري او د کانونو وزارت د څارنې اداره هم داسې ښکاري؛ چې د ګټو له تضاد سره مخامخ ده.

سربیره پردغو اندیښنو، د نړیوال شفافیت ادارې افغانستان د اداري فساد له پلوه د نړۍ د ډیرو فاسدو هېوادونو په کتار کې شمیرلی.

د جاوید نوراني په نامه یوڅیړونکی د لوګر د عینکو د مسو د کان د پروژې مثال راوړي او وایي، چې د دغې پروژې قرارداد په ظاهر کې هم د افغانانو او هم د پانګه لګوونکو لپاره په دې شرط ښه دی، چې ښه تطبیق او وڅارل شي.

خوکه چېرې قرارداد سم اداره نه شي نو ډېر ژر به د نورو پروژو په څېر استعماري بڼه غوره کړي.

د امریکا یوې بلې ورځپاڼې، کریسچېن ساینس مونیټور هم په خپلې روستۍ ګڼې کې د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو د توپونو او توغندیو د روستیو ډزو په اړه یوه مقاله خپره کړې.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو د عسکرو وضعیت اوس مهال نسبت تېرو کلونو ته ډېر پیچلی دی، پاکستان د افغانستان په لوري ډزې کوي او د جنګ یوه نوې جبهه پرانیزي.

ورځپاڼې په کونړ کې د امریکایي عسکرو د یوه قوماندان کیپټان میشیل کالتون خبره را اخیستې، چې وايي، د ده لویه اندیښنه دا ده، چې پاکستاني راکټونه یواځې د خلکو ترمنځ جنګ ته لمن وهي.

ورځپاڼه د یوه امریکایي، پوځي افسر له قوله لیکي، چې وایي، د توغندیو توغول داسې یوه موضوع ده، چې هم وسله مخالفین خپلو لیکو ته د زیاتو خلکو د جذبولو لپاره ترې ګټه اخیستی شي او هم د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابولو لپاره ترې استفاده کیږي.

خو یو بل امریکایي چارواکي کریسچېن ساینس مونیټور ورځپاڼې ته ویلي دی، چې پوره څرګنده نه ده، چې دغه توغندي د پاکستان پوځ توغوي او که وسله وال مخالفین؟ ځکه چې مخالفین پوهیږي، چې دا د دواړو هېوادونو د اصطکاک نقطه ده اوغواړي چې خلا لویه کړي.
XS
SM
MD
LG