د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

بارټن: د اوباما له خوا له افغانستانه د عسکرو د ایستلو مهالوېش اعلانول ښه کار نه و


په دې باور یو، چې په پاکستان کې ځینې کسان شته چې اسامه بن لادن یې ساتلی و.
په دې باور یو، چې په پاکستان کې ځینې کسان شته چې اسامه بن لادن یې ساتلی و.

د امریکا د استازو په مجلس کې انډیانا ایالت څخه د جمهوري غوښتونکیو استازی ډان بارټن په پراګ کې د ازادي راډیو مرکزي دفتر ته راغلی و.

د امریکا د استازو د مجلس له له غړي ډان بارټن څخه وپوښتل شول، چې د امریکا او ناټو ځواکونه چمتوالی نیسي، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه ووځي، خو ډیر افغانان په دې اړه اندېښنه لري، چې که بهرني ځواکونه ووځي، په افغانستان کې په امنیتي وضعه نور هم خرابه شي او داسې به شي لکه د نویمې لسیزې په پیل کې چې شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او په دې هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شوې، تاسو په دې اړه څه وايئ؟

ځواب:

زه فکر کوم کله چې د افغانستان په څیر يو پوځي بحران وي، نو باید په لنډ مهاله او اوږد مهاله وضیعت فکر وشي. زما په باور موږ په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې یوو.

کله چې ولسمشر اوباما له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو او د دې لپاره د مهال ویش د ټاکلو خبرې پیل کړې نو زما په فکر دا سمه نه وه، ځکه په دې توګه طالبانو او نورو ته یو موده ټاکل کیده چې هغو په کې زموږ د وتلو انتظار وکړ ي.

خو که فرض کړو، موږ د ولسمشر اوباما ټاکلی مهال ویش پلي کړو نو زما په عقیده دا مهمه ده، چې په سیمه کې ثبات د ټینګښت او د افغان پوځ او پولیسو د روزنې لپاره په افغانستان کې یو شمیر سرتیري پریږدو.

موږ باید سخت دریځو پرینږدو چې یو ځل بیا واک ترلاسه کړي او د تروریزم صادرول پیل کړي.

پوښتنه

ځینې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې په افغانستان کې د سیمه ایزو ملیشو قومندانان هڅه کوي، د هغو سیمه ایزو پولیسو په لیکو کې خپل وسلوال ورځای کړي، چې ټاکل شوې د امریکایي او ناټو ځواکونو څخه به د امنیت مسولیت پر غاړه اخلي.

داسې شکایتونه شته که وسلوالو ملیشو یو ځل د پولیسو یونیفورم ترلاسه کړ، نو دوی د دې پر ځای چې ولس خوندي وساتي زیان ورته رسوي. په دې اړه مو نظر څه دی؟

ځواب:

زه د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړی یم او په تیر کانګرس کې د منځني ختیځ د کمیټې غړی وم، زه ډاډمن یم چې داسې پېښېږي. زه پوهیږم چې درغلۍ شته. دا شیان له داسې وضیعت سره تړلي وي. تل داسې کسان وي، چې د خلکو له ستونزو پیسې تر لاسه کوي.

په افغانستان کې زموږ د سرتیرو د اکمالاتو لاره هم پر پاکستان ده، نو زما په باور دا مهمه ده، چې موږ باید له دوی سره کار ته دوام ورکړو، څو د ستونزو د هواري لاره ومومو.

بارټن

خو زه ډاډمن یم چې زموږ په مشرتابه کې، د ناټو قومندان جنرال ډېوېډ پیټرویس ټوله هڅه کوي، څو ډاډمنه کړي هغه کسان چې په افغانستان کې څوکۍ تر لاسه کوي، پر هغه لاره به ګامونه واخلي، چې سمه وي نه په هغه لاره چې د درغلیو خواته تللې وي.

خو سره له دې هم زه پوهیږم چې داسې پېښېږي او دا پرلپسې څارنه غواړي، څو وړ کسان په افغان پولیسو کې ځای شي.

پوښتنه:

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې له غړي ډان بارټن وپوښتل شول تاسو ووایﺉ، داسې حال کې چې پاکستان او امریکا د تروریزم ضد جګړې کې متحدین دی خو د اسامه پر ضد د امریکا له عملیاتو وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې شوې دي.

د امریکا د کانګرس یو شمیر غړي پر پاکستان د مرستو بندول غواړي، اسلام اباد هم د چین خواته ځان نژدې کوي، د دواړو هیوادو ستراتیژیکه ملګرتیا به څنګه کېږي؟

ځواب:

موږ په دې باور یو، چې په پاکستان کې ځینې کسان شته چې اسامه بن لادن یې ساتلی و. په دې نه پوهیږي چې د ملاتړ تر څومره لوړ پوړیو پورې و.

زموږ د استخباراتي سرچینو په حواله زه ډاډمن یم چې په دې اړه یو ښه نظر وړاندې کولی شو. خو په عین وخت کې هلته یو حکومت دی چې له موږ سره د یو شمیر هغو طالبانو مشرانو او ترویستانو په موندنه کې چې موږ ته یې ستونزې جوړولی کار کړی دی.

زه فکر کوم چې موږ په داسې یو موقیعت کې یوو، چې که غواړو کنه باید مخکې ولاړ شو.

موږ باید خامخا د پاکستان سره اړیکو ته دوام ورکړو. دا چې څومرې بهرنۍ مرستې په ورته ضرور وې او څومرې مرستې باید ورکړل شي؟ دا هغه څه دي چې په اړه یې باید پریکړه وکړو.

خو زما په باور که موږ دا مهال د پاکستان مسالې یوې خواته کړو دا زموږ لپاره خطرناکه وي. پاکستان یو اټومي ځواک دی، په عین حال کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ هم ستونزې شته.

په افغانستان کې زموږ د سرتیرو د اکمالاتو لاره هم پر پاکستان ده، نو زما په باور دا مهمه ده، چې موږ باید له دوی سره کار ته دوام ورکړو، څو د ستونزو د هواري لاره ومومو.

بیشکه، څه چې پېښ شول هغه زموږ خوښ نه شول. موږ پوهیږو، هغه کسان هلته و چې له اسامه بن لادن څخه خبر وو. خو موږ ته لا هم په افغانستان کې جګړه را له غاړې ده.

زموږ هدف دا دی چې القاعده او طالبان مات کړو او پاکستان، سره له دې چې موږ به اختلافات لرو خو دا خپله یو ستونزه ده، چې باید د هواري لارې یې ولټول شي.
XS
SM
MD
LG