د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

کرنې وزارت غواړي د هېواد په پنځو ولایتونو کې د اوبو د کنټرول پروژې پیل کړي


ښاغلی رحیمي وايي، د دې پروګرام له مخې به وکړای شي، چې په ریښتینې توګه د دوی ستونزې هوارې شي.
ښاغلی رحیمي وايي، د دې پروګرام له مخې به وکړای شي، چې په ریښتینې توګه د دوی ستونزې هوارې شي.

د افغانستان د کرنې او مالیې وزیرانو او همداشان د نړیوال بانک استازي ترمنځ په کرنیزو ځمکو کې د اوبو د کنټرول په برخه کې یو موافقه لیک لاسلیک شو.

د دغه موافقه لیک له مخې به د هیواد په پنځو ولایتونو کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او بامیانو کې د اوبو لږولو پراخ فعالیتونه پیل شي، چې د نړیوال بانک له خوا ورته ۴۱ ملیونه ډالره ځانګړي شوي دي.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي دغه پروګرام ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې په پلي کولو سره به یې د هیواد په کرنیزو حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.

رحیمي وویل، د هیواد په ډیرو برخو کې بزګرانو د اوبو له کمښت څخه سرټکاوه خو د دې پروګرام له مخې به وکړای شي، چې په ریښتینې توګه د دوی ستونزې هوارې شي.

نوموړي د دغه پروګرام د ارزښت په اړه وویل:

تضمین

"هرکال د باران ورښت نه میسر کیږي خو د اوبو لږولو په برخه کې پانګه اچونه کولای شي هرکال د کرنیزو حاصلاتو تضمین وکړی.

د اوبو لږولو په برخه کې پانګه اچونه په هیواد کې د لوږې او فقر کچه راکموي او همداشان کولای شي له بزګرانو سره او په عمومي توګه د افغانستان له خلکو سره ښه مرسته وکړي.

د کرنې وزارت به د اوبو لږولو په وسیله د لوږې او فقر د له منځه وړلو لپاره ګټه واخلي."

د دغه پروګرام په پلي کولو سره به پنځوس زره هکتاره ځمکه خړوبه او یولک اوشل زره بزګرانو ته به د اوبو لږولو اسانتیاوې برابرې شي.

د رحیمی په خبره دوی به په ولایتونو کې د کرنې د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې لارښود ګروپونه جوړ کړي او بزګرانو ته به په دې برخه کې روزنه ورکړي.

د نړیوال بانک مسولینو هم دغه پروګرام یو نوښت وباله اوزیاته یې کړه، چې په دې برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د دغه پروګرام په پلي کولو سره به پنځوس زره هکتاره ځمکه خړوبه او یولک اوشل زره بزګرانو ته به د اوبو لږولو اسانتیاوې برابرې شي.

رحیمي

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفترمشر نیکولاس کرافټ هیله څرګنده کړه، چې د دغه پروګرام سره سم به د کلیوالو خلکو کرنیزحاصلات زیات او د اقتصاد کچه یې لوړه شي:

"په دې هیواد کې له درې ملیونه هکتارو څخه ډیره د اوبو لږولو ځمکه شته خو د ځینو عواملو له مخې د دې ځمکې څه باندې یوملیون هکتاره د اوبولږولو پاته راغلې.

هیله مند یم د دغې پروژې پلي کیدل په دې برخه کې مرسته وکړي او موږ یې شاهدان واوسو، موږ به د افغانستان له کرنې وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو."

د راپورونو په اساس اوسمهال د افغانستان له څلور برخو ځمکو څخه یوازې یوه برخه خړوبیږي.

جوګه

د کرنې مسولین وایي، که چیرې د دغو ځمکو نیمایي برخه هم خړوبه شي هیواد به د غلې د صادراتو جوګه شي.

د افغانستان بزګرانو په وار وار دا شکایتونه کړي، چې د اوبو لږولو په برخه کې ستونزي لري.

افغان بزګران په دې هم اندیښمن دي، چې کرنیز حاصلات یې د هیواد په دننه او بهر کې مارکیټ نه لري.

راپور: اسدالله لودین - کابل
XS
SM
MD
LG