د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزیر ناڅاپه هلمند ته تللی


د هېواد د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزير او ورسره پلاوى نن په يوه ناڅاپي سفر هلمند ته راغى، هغه د هلمند دوو قومي مشرانو بزګرو او د ادارو له مسئولينو سره يوه ستره غونډه كې ګډون وكړ.

د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل د يوې خبري ناستې پر مهال رسنيو ته وويل، هلمند كه څه هم د هېواد په سطحه د نشه يي توكو د كركلي په نوم مشهوره وو، خو اوس د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې په برخه كې زيات پرمختګ شوی دی.

مقبل وويل، سږ كال د دوي د وزارت له لوري پنځه لكه امريكايي ډالره د جايزې په ډول وركول شوي دي او كه چېرې دغه مبارزه داسې دوام وكړي نو د هلمند ولايت سره به ډيرې نورې مرستې هم وكړي.

په هلمند د نشه يي توكو په وړاندې مبارزه په داسې حال كې د ضرار احمد مقبل له لوري كتل كيږي، چې په روان كال كې يوازې اته څلويښت زره كرونده ګرو ته د كوكنارو د كښت د نه كرلو په بدل كې اصلاح شوي تخمونه او كيمياوي سرې وركول شوي وي.

د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزير په هلمند كې د نشه يي توكو په وړاندې روانه مبارزه وستايله او ژمنه يي وكړه چې د هلمند سره به په هره برخه كې بېلابېلې مرستې وكړي.

هغه هلمند ته تير كال د لس ميليونه امريكايي ډالرو د جايزې د پيسو د معادل پروژو د پيل خبر هم وركړ چې هلمند ولايت ته د كوكنارو د كښت د بې ساري كموالي په خاطر د جايزې په ډول وركول شوې وه.

په هلمند كې د كوكنارو په وړاندې كلكه مبارزه په داسې حال كې روانه ده چې پنبه او نور محصولات ښه بيه نه لري.

د هلمند سپين ږيري او كرونده ګر د نشه يي توكو په وړاندې د مباريزې وزير څخه غوښتنه وكړه، چې د بست په نوم ډيره پخوانۍ فابريكه ورته ورغوي او د دوي پنبه او نور محصولايت يا دولت په ښه بيه رانيسي او يا ورته په بهر كې د بازار لاره پيداكړي:

(په كندهار او ټول زون كې د دغه فابريكې نماينده ګي وي اوس مو غوښتنه داده، چې دغه فابريكه ورغول شي او خلكو ته د هغوي د پنبې لپاره ښه قيمت وټاكل شي او په سمه بيه ورته وپلورل شي بيا څوك كوكنار نه كري.)

په هلمند كې د كوكنارو په وړاندې روانه مبارزه هغه وخت غښتلې شوه، چې دوه كاله وړاندې زرګونو كرونده ګرو ته د كوكنارو د كښت د نه كرولو په مقابل كې د اصلاح شوو تخمونو او كيمياوي سرو د ويش پروسه د هلمند د چارواكو له خوا پيل شوه.

خو په هلمند كې هغه بزګر چې د كوكنارو كركلي ته يي شاه كړې ده ګيله كوي چې لا تر اوسه دوي ته د لس ميليونه امريكايي ډالرو معادل هغه پروژې نه دي وركول شوي چې تير كال دوي ته د كوكنارو د كركلي د كمښت په خاطر په جايزه كې وركول شوې وه.

راپور-محمدالیاس داعي،هلمند
XS
SM
MD
LG