د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

د افغانستان بانک د ایکو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ


 د افغانستان بانک رئيس عبدالقدیر فطرت
د افغانستان بانک رئيس عبدالقدیر فطرت
د افغانستان بانک چارواکي وایي هیله مند دي، چې د ایکو سازمان په بانک کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته دوي کولای شي، چې د دغه سیمه ایز بانک له مالي او اعتباري امکاناتو ګټه پورته کړي.

د افغانستان بانک رئيس عبدالقدیر فطرت د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته وویل، چې د ایکو د مرکزي بانک غړیتوب د سوداګرۍ په پراختیا، پانګونې، ټرانسپورټ، کانونو، کرنې او نورو برخو کې ګټور تمامېدای شي.

ښاغلي فطرت زیاته کړه، چې د ایکو بانک به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې مالي او اعتباري اسانتیاوې رامنځته کړي:

(ګټه يي داده، چې په راتلونکې کې افغان دولت د ایکو د پراختیا بانک څخه په بېلابېلو ترقیاتي پروژو کې پور اخیستلای شي.

اوس د ایکو د پراختیا لپاره داسې یوه لاره نه شته چې د افغانستان له خاورې څخه تیر شي د سوداګرۍ داسې یوه پروژه نشته چې افغانستان په کې کوم رول ونه لري.)

ښاغلي فطرت همدا راز زیاته کړه، چې د افغانستان بانک کولای شي، چې د قانون په چوکاټ کې د نړېوالو مالي همکارېو له لارې، په نړېوالو سازمانونو کې، چې هدف يي د پیسو او اقتصاد ثبات دی غړیتوب ترلاسه کړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، چې د ایکو سازمان له افغانستان سره د مرستو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

دغه کارپوهان زیاتوي، چې د ایکو په بانک کې، چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې جوړ شو او پانګه يي څه باندې ۴۶۰ میلیون ډالره ده، د غړیتوب ترلاسه کول نه شي کولی، چې د افغانستان لپاره ګټور تمام شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وايي، چې د ایکو په مرکزي بانک کې د افغانستان بانک غړیتوب هغه مهال ګټور کېدای شي، چې دغه بانک د ترانزیت او ترانسپورټ د پراختیا په برخه کې خپلې همکاری پیل کړي:

(که ایکو وکولای شول د خپل پرمختګ لپاره یو سیاست اتخاذ کړي د ترانزیت او ترانسپورت لارې جوړ کړي او خپلې ګټې تعریف کړي افغانستان کولای شي ددې لارو څخه ګټه پورته کړي.)

د افغانستان بانک به د ایکو بانک د غړیتوب لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې درویشت میلیونه ډالره دغه بانک ته د ضمانت په ډول ورکوي.

اوس مهال ترکیه، پاکستان او ایران د ایکو د بانک غړیتوب لري خو اذربایجان او قزاقستان هم د دغه بانک غړیتوب لپاره خپله تیاري نیولې ده.

راپور-ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG