د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ کچه مخ پر لوړېدو ده


دغه نظر پوښتنه د افغانستان د څلور ولایتونو په لیرې پرتو سیمو او کلو کې د لسګونو کورنیو څخه شوې ده.
دغه نظر پوښتنه د افغانستان د څلور ولایتونو په لیرې پرتو سیمو او کلو کې د لسګونو کورنیو څخه شوې ده.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې په خپله دغه نظر پوښتنه کې تر ډیره د لوږې او بېوزلي د عواملو پر پوښتلو تمرکز کړی دی.دغه نظر پوښتنه د افغانستان د څلور ولایتونو په لیرې پرتو سیمو او کلو کې د لسګونو کورنیو څخه شوې ده.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې په خپله دغه نظر پوښتنه کې تر ډیره د لوږې او بېوزلي د عواملو پر پوښتلو تمرکز کړی دی.

دغه نظر پوښتنه د افغانستان د څلور ولایتونو په لیرې پرتو سیمو او کلو کې د لسګونو کورنیو څخه شوې ده.

د دغې ادارې یوې څېړونکې پاولا کانټور د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د لوږي او بېوزلۍ تر ټولو لوی لامل د تیرو کلونو وچکالي ده، چې ډیرې کروندګرې کورنۍ یې له لوږي سره مخ کړي دي:

“له دې سره چې د یوې لسیزي پراختیايي مرستو په نظام کې د زده کړي او روزنې، روغتیايي خدمتونو او برېښنا اسانتیاوي برابري کړي، خو په شمالي ولایتونو کې وچکالۍ ډیرې کورنۍ د ورځنیو خوړو، ماشومانو د روزنې او ودې او په ودونو کې بیځایه لوړ لګښتونو له امله له ګواښ سره مخ کړي.

دغه اندېښنې او لوږه په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې مخ پر ډیرېدو دي، چې د کوکنارو کښت بندیز او د اوږدې مودې وچکالۍ ځپلي دي.”

دغه نظر پوښتنه په کندهار، بدخشان، سرپل او فاریاب ولایتونو په اته کلو کې د ۶۴ کورنیو څخه او له خلکو پوښتنه شوې چې څنګه د لوږې او بېوزلۍ سره مبارزه کوي او د دوی پر ژوند یې څه اغېزې کړي دي.

د نظر پوښتني په یوه برخه کې راغلي چې د کوکنارو په بدل کې بدیل معیشت ته نه پاملرنه هم یو هغه لامل دې، چې خلک یې له لوږي سره مخ کړي دي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره د لوږي او بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره په خپله دې نظرپوښتنه کې ځینې سپارښتنې هم کړي.

دغه اداره وایي، چې افغان حکومت باید د هیواد د کرنې سیسټم ته زیاته پاملرنه راواړوي او همداراز په دودیزو مراسمو لکه ودونو کې د بېځایه لګښتونو مخه ونیسي.
یو ځل بیا اغلې کانټور:

“د کلیوالي بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره مهم ټکي دا دي، چې کرنیز محصولات لوړ شي، بدیل معیشت ته پام وشي، روغتیايي خدمتونه برابر شي اوس مهال خلک د درملني لپاره د ډیرو لګښتونو او وخت په ضایع کولو سره نورو سیمو او پاکستان ته ځي.“

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره وايي، له دې سره چې په تیره یوه لسیزه کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په ډېرو برخو کې مرسته کړې او په لویو ښارونو کې بدلونونه تر سترګو کیږي، خو اوس هم د افغانستان په لرو پرتو کلو او ولسوالیو کې خلک له پرمختګونو او اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

د افغانستان کلیوالي خلک وايي، چې د تیرو کلونو اوږدې وچکالۍ او روانو نا امنیو یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

دوی له افغان دولت او مرسته کوونکو ادارو څخه غواړي، چې د دوی کلو او بانډو ته دې ډیر پام وکړي نه یوازي ښاري سیمو ته.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG