د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

په کابل کې۲۲ ولایتونو ته د پاکو اوبو رسولو په اړه یو تړون لاسلیک شو


 د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پاکو اوبو رسولو تړون، په کابل کې د امریکا د سفارت سره لاسلیک کړ.
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پاکو اوبو رسولو تړون، په کابل کې د امریکا د سفارت سره لاسلیک کړ.
د افغانستان په کليوالي سیمو کې د بیارغونې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو او کليوالو خلکو ته د اسانتیاو په برابرولو سره دا ځل د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د امریکا له سفارت سره داسې یو تړون لاسلیک کړ، چې دغو خلکو ته د څښلو پاکې اوبه ورسوي.

دغه تړون د شنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شو، چې له مخې به یې په راتلوونکو درېو کلونو کې د افغانستان په 22 ولایتونو کې سلګونه د اوبو رسولو او عامه پوهاوي پروژې پلي شي.

د کلېو د بیارغونې او پراختیا وزیر جارالله منصوري وویل چې دغه پروژې 52 میلیونه ډالره لګښت لري:

“ دغه 52 میلیونه ډالره په 3 کلونو کې مصرفیږي او دغه پروژه کليوالي خلکو ته د څښلو د پاکو اوبو رسول دي، نو دغه پیسې به درېو برخو کې مصرفیږي، د بنسټونو جوړول، د خلکو د وړتیاوو او پوهولو لوړول او د حفظه الصحې به اړه پوهاوی.”

ښاغلي منصوري زیاته کړه، چې دغه پروژه د اوس لپاره په کابل، ننګرهار، پروان، بلخ او بدخشان ولایتونو کې پیلیږي، چې په دغه پروژه کې د پاکو اوبو 50 شبکې او سلګونه څاګان جوړیږي، چې له دغه ځایه به خلکو ته د پیپونو له لارې اوبه رسېږي.

د دغې پروژې 52 میلیونه امریکايي ډالره لګښت د امریکا د نړېوالې پراختیايي ادارې له خوا ورکول کیږي.

په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال انتوني وین چې د افغانستان لپاره د امریکا اقتصادي سفیر هم بلل کیږي، وویل چې دغه پروژه نورو پراخیتایي پروګرامونو ته لاره اواروي:

“موږ په داسې وخت کې نن پر دغه 52 میلیونه ډالرې پروژې تمرکز کووو، چې په 3 کلونو کې پلې کیږي، موږ د اوبو رسولو د پروژو او او هغو ته د اسانه لاس رسي لپاره کار کوو.

په عمومي توګه دغه پروژه د روغتیايي، اقتصادي پراختیا او ټولنیزو پروګرامونو لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې زمینه برابروي.”

د افغانستان د کلېو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي چې په ټول افغانستان کې 27 فیصده خلک د څښلو پاکې اوبه لري.

د غه چارواکي وايي چې هر کال په ټول هېواد کې 19 فیصده خلک د ناپاکو اوبو د څښلو له امله مري او یا هم په بېلابېلو ناروغیو اخته کیږي.

د افغانستان د لوېو ښارونو خلک هم د څښلو د پاکو اوبو د لږوالي له امله شکایت کوي او وايي، چې د څښلو د اوبو پروژې په سمه توګه نه پلي کیږي او ورته ځانګړي شوې پېسې په سمه توګه نه لګیږي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG