د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

په پاکستان کې سیلابونو افغان کډوالو ته درانه زیانونه اړولي


په پاکستان کې ډیري افغان کډوال چې سیلاب ځپلي هڅه کوي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي
په پاکستان کې ډیري افغان کډوال چې سیلاب ځپلي هڅه کوي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

په پاکستان کې ورانوونکو سېلابونو هغو افغان کډوالو ته هم سخت زیان اړولي چې له نژدې درېیو لسیزو را په دې خوا د دې هېواد په بېلابېلو سیمو او په ډېر شمېر په خیبر پښتونخوا کې اوسېږي. که څه هم ډېر خلک په دې باور دي، چې ښايي په پاکستان کې د دېره افغانانو اصلي ارقام تر رسمي هغو ډېر زیات وي .

په پاکستان کې وروستیو خونړیو سېلابونو د پاکستان د میلیونو وګړو ترڅنګ لسګونه زره افغان کډوالو ته چې په افغانستان کې د څه باندې درېیو لسیزو جګړو له وجې یې خپل هېواد پریښی هم سخت زیانونه واړول.

د رویټرز خبري اژانس خبریال د زاخیلو له کمپ څخه په خپل راپور کې لیکي، چې هلته افغان کډوال اوس د هغو زیانونو اندازه لګوي چې په دې کمپ کې یې د دوی د خټو کورونه ویجاړ کړل.

ځینې دا کډوال چې هرڅه یې سېلاب وړي دي بېرته خپل هېواد ته، که څه هم بې امنیتي په کې ده، د ستنېدو په اړه غور کوي، ځکه خړو اوبو د دوی ټول خواږه خوبونه پر اوبو لاهو کړل.

نظام علي چې اوس اوس د دولسم ټولګي له ازموینې خلاص شوی او په پېښور کې د لوړو تحصیلاتو د دوام په فکر کې وو، وايي، سېلاب زموږ هرڅه رانه یووړل. موږ اوس نه کور لرو، نه کاروبار راته پاتې شو نه ډوډۍ لرو او نه کالي.

نظام علي وايي، له دوی سره هېڅوک مرسته نه کوي او ده ته داسې ښکاري، چې هېواد ته له ستنېدو پرته بله هېڅ مخه نه ده ورته پاتې.

ځینې نورو بیا په داسې حال کې چې خپلې لمدې توشکې، بړستنې او نور کالي یې پر وچه ځمکه خورول د رویټرز له خبریال سره خبرې کړي دي.

خیرمحمد په داسې حال کې چې د جامو او بړستنو یو لوی پېټی یې په شا و، وویل، له سېلابونو یوازې دا کالي راپاتې شول.

پاکستان پروسږکال موافقه وکړه، چې سلګونه زره لکه افغان کډوالو ته د ۲۰۱۲ کال ترپایه په دې هېواد کې د استوګنې اجازه ورکړي.

رویټرز د راپور په دوام زیاتوي، چې هېواد ته د دې افغانانو د ستنېدلو معنا ښايي دا وي، چې دوی به یوځل بیا له هغو ګواښونو سره مخامخ شي چې د هغو له وجې د خپل کورکلي پرېښودو ته اړ شوي و. هلته د بې امنیتۍ ترڅنګ یوه بله ستونزه پراخه بېوزلي ده.

په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له وجې په زاخېل کمپ کې دېره افغانان له کمپه نژدې سل متره لیرې تلو ته مجبور شوي او اوس یې د اورګاډي د پټلۍ څنګ پر یوه وچ ډاګ اړولي دي.

دا ځای له کمپه ډېر لیرې نه دی خو له دې ځایه وتل به ښایي د دې کډوالو لپاره هومره ځوروونکي و، لکه لومړی ځل د شوروي له یرغل وروسته چې دوی د خپلو کورونو پرېښودو ته اړوتل، ځکه دې ځای اوس دوی ته د کور حیثیت لاره.

ځوان کډوال سلطان حبیب وايي، د دوی سیمې ته هېڅوک د مرستې لپاره نه دي ورغلي. د نوموړي په وینا تر خټو او ویجاړو کورونو لاندې ښايي اوس هم مړي پاتې وي.

سلطان حبیب چې په یوه نژدې رستورانت کې اشپز دی وايي، دی خبر دی چې دوه درې هلکان اوس هم لادرکه دي.

د زاخېل کمپ نژدې دېرش کاله مخکې د اورګاډي د لیکې څنګ ته د کډوالو د استوګنې د یوه واړه کمپ په توګه جوړ شو، خو د وخت په تېرېدو سره په یوه کلي بدل شو او دکانونه او بازار په کې جوړ شول خو دا هرڅه له هغه ثبات سره چې د څو کلونو په ترڅ کې هلته رامنځ ته شوی و، یوناڅاپه سېلاب یوړل.

د کمپ خټین جومات چې دې کډوالو ښايي په افغانستان کې د سولې لپاره دعاګانې په کې کولې او د هغه محراب په یونیم متر اوبو کې ولاړ دی او شاوخوا چې ګرزې په خټو کې دېګونه، توشکې، چتي پکي او نور شیان وینې.

ملګري ملتونه وايي، دا وېره شته چې له سېلابه وروسته ناروغۍ به د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

ډاکټر عبدالروف په داسې حال کې چې د یو ماشوم د پښې پرزخم یې پټۍ ایښوده وویل، دوی ته دارو درمل ورکول کېږي څو چې د خلکو علاج وکړي.
XS
SM
MD
LG