د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

په كابل كې د پوليسو له اكاډمې نه ۱۶ميرمنې فارغې شوې


د افغانستان په زياترو ولايتونو كې د يو لړ دودونو له امله كورنۍ ښځو او انجونو ته اجازه نه وركوي، چې په پوليس او يا نورو پوځي ادارو كې كار وكړي
د افغانستان په زياترو ولايتونو كې د يو لړ دودونو له امله كورنۍ ښځو او انجونو ته اجازه نه وركوي، چې په پوليس او يا نورو پوځي ادارو كې كار وكړي

د پوليسو د اكاډمې چارواكي وايي، چې دغو ښځينه پوليسو ته په اتو اونيو كې له قوانيو سره د اشنايي، د وسلې كارولو او نورو برخه كې زده كړه وركړل شوه. د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په وينا اوس مهال په افغانستان كې شاوخوا زر مېرمنې د پوليسو په چوكاټ كې دنده لري او د لا زياتو د جذب هڅې روانې دي.

د پوليسو په ليكو كې د ښځو د جذب په هدف د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د هڅو په لړكې په كابل كې د پوليسو په اكاډمى كې له يوې روزنيزې دورې وروسته شپاړلس مېرمنو د پنجشنبې په ورځ د فراغت سندونه تر لاسه كړل.

په تېرو څوكلونو كې په سلګونو ښځينه پوليسو په دې اكادمې كې په بېلابېلو برخو كې زده كړې دي.

د پوليسو د اكاډمې قوماندان ډګرجنرال سيد محمد قدوسي وايي، چې په اكاډمى كې د تدريسي سيستم د ښه والي لپاره د كورنيو چارو وزارت هڅې روانې دي.

د نوموړي په وينا د پوليسو په اكاډمې كې به درسي نصاب او زده كړه اړتياو ته په كتوعيارشي:
د پوليسو د اكاډمې قوماندان ډګرجنرال سيد محمد قدوسي


"موږ بايد استادان او درسي مېتودونه د ځاى او وخت په پام كې ساتلو سره عيار كړو، تر څو وكولى شو، چې هغه څه ته چې د افغانستان د خلكو د اړتيا وړ دي، هغه ډول چې لازم دي، عامه نظم رامنځته كړو.

موږ تل بايد نوښت ولرو، داسې نه چې له ټولنې لرې شو، موږ بايد د خلكو كلتور او عنعنه، د افغانستان اساسي قانون او همدا راز د متمدنې تولنې سره سم، چې زموږ په خواكې ده، ځانونه عياركړو."

د ښځينه پوليسو لپاره چې نوې فارغې شوي دي، د اتو اونيو په روزنيزه دوره كې د كورنيو او بهرنيو استادانو له خوا بېلابېلې جنايي او نور مسايل لكه د كورنو د تلاشى، د ماينونو پېژندنه او خنثى كول يي، د مخابرې له وسايلو ګټه اخيستنه او د هغه كارونه ور زده كړل شول.

له روزنيزې دورې څخه فارغې شوې دغه ښځې وايي چې په روزنيزه دوره كې يې دومره څه زده كړي دي چې د پوليسو په ليكو كې كار وكړي.

له دوى څخه يوې يې ازادۍ راديو ته داسې وويل:

"زما نوم مديه دى زه خپله سرتېرې يمه، په دې روزنيزه دوره كې مو پوليسي تكتيكونه او دا چې يو پوليس له خلكو سره څنګه چلند وكړي زده موكړل.

موږ غواړو چې دې ته ورته نوركورسونه هم جوړ شي، ترڅوموږ ډېرڅه ورڅخه زده كړو تر څو خپلو خلكو ته ښه خدمت وكړو."

د افغانستان په زياترو ولايتونو كې د يو لړ دودونو له امله كورنۍ ښځو او انجونو ته اجازه نه وركوي، چې په پوليس او يا نورو پوځي ادارو كې كار وكړي.

خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې په دې برخه كې اوس پرمختګ شوى دى او يو شمېر ښځې د پوليسو له ليكو سره يو ځاى شوي دي.

دغه وزارت وايي، په پام كې لري، چې په افغانستان كې تر راتلونكو پنځو كلونو پورې د ښځينه پوليسو شمېر پنځو زرو ته ورسوي، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره هڅې سر له اوسه روانې دي.
XS
SM
MD
LG