د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د كورنيو چارو وزارت:د پوليسو په ليكو كې د ښځو شمېره كمه ده


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د جندراو د بشري حقونو د څانګې مشرې مل پاسوال شفيقه قريشي
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د جندراو د بشري حقونو د څانګې مشرې مل پاسوال شفيقه قريشي

د پوليسوليكو ته د ښحو د جلب او جذب په اړه په كابل كې يو څلور ورځنى سيمنار پيل شو، په دې سيمناركې د ټولو ولايتونو امنيه قوماندانۍ استازو برخه اخيستې ده او هدف يي د پوليسو په ليكو د جندر د موضوع په پام كې نيول دي.د كورنيو چارو وزارت وايي، څه باندې يولس سوه ښځينه پوليس لري او په پام كې ده چې په راتلونكو پنځو كلونو پوري يي شمير پنځو زرو ته اوچت كړي.

په دې څلور ورځني سيمناركې به د پوليسو په ليكو كې د جندر، د ښځينه پوليسو د جلب جذب موضوعات او د دوى په وړاندې موجودې ستونزې وڅيړل شي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د جندراو د بشري حقونو د څانګې مشرې مل پاسوال شفيقه قريشي د دوشنبې په ورځ د دې سيمنار د پرانيستنې په مراسمو كې خبريالانو ته وويل، چې اوس مهال د پوليسو په ليكو كې په سلګونو ښځينه پوليسي دنده ترسره كوي چې د هېواد
ميرمن قريشي وويل، چې دوي د روان كال په لومړېو درېو مياشتو كې له څلورو سوو څخه ډيرې ښځې د پوليسو ليكو ته جذب كړي
اوسنيو شرايطو ته په كتو دا شمېر ښځينه پوليسې بس نه دي.

ميرمن قريشي وويل، چې دوي د روان كال په لومړېو درېو مياشتو كې له څلورو سوو څخه ډيرې ښځې د پوليسو ليكو ته جذب كړي دي او دا شمېر بايد تر راتلونكو پنځو كلونو پورې زرګونو تنو ته ورسيږي:

"د پوليسو د جلب جذب د پروسې د چټكتيا له مخې چې په دوه زره لسم ميلادي كال كې پيل شوې ده موږ تر اوسه پورې يولس سوه څلور شپېته ښځې د پوليسو ليكوته جذب كړي دي ټاكل شوې، چې دا پروسه تر راتلونكو پنځو كلونو پورې دوام وكړي چي موږ بايد د دې پروسې له مخې هركال زر ښځې د پوليسو ليكو ته جذب كړو او وروسته له دې به موږ د ښځينه پوليسو د جذب او د جندر په برخه كې نورو اوږد مهاله پروګرامونه هم ولرو او موږ بايد د ښځنيه پوليسو شمېركه پنځوس فيصدو ته نه رسيږي بايد تر ديرشو يا څلويښتو فيصدو پورې يي ورسوو."

دې غونډې ته يوشمېر راغلو ښځينه پوليسو ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوي له خپلو دندو راضي دي او له نورو خلكو څخه يي هم وغوښتل چې د خپل كور ښځينه غړو ته اجازه وركړي ترڅو د پوليسو په ليكو كې دنده ترسره كړي.

دوي وايي چې اوس مهال يواځې په اداري، لوژيستكي او كشفي برخو كې فعاليت كوي خو كه چېرې ورڅخه وغوښتل شي چې د جګړې ميدان ته له نارينه پوليسو سره لاړې شي نو دوي دې دندې ته هم چمتو دي.

يوشمېرښځينه پوليسې په دې اړه داسې وايي:

"زه دوهم څارن سهلا يم ، د كابل د امنيه قوماندانۍ د جندر امره يم، اتلس كاله كيږي چې د پوليسې دنده ترسره كوم، زه مې له خپلې دندې ډيره خوشحاله يم او له نورو كورنيو هم غواړم چې خپل د كورنۍ ښځينه غړي پريږدي چې پوليسې شي، موږ ټول امكانات لرو، ښه همكاران لرم ، كافي تنخوا را كوي، موټرو د تګ راتګ لرو.

موږ ته د عسكرۍ په برخه كې زده كړې راكړل شوي دي د وسلې كارول مو زده كړي دي، موږ كولاى شو چې په جګړو كې هم برخه واخلو.

موږ به په دې كار سره خلكو ته وښايو چې افغانې ښځې هم كولاى شي له خپلې خاورې او خلكو دفاع وكړي."

دغه ښځينه پوليسې داسې مهال د پوليسو په ليكو كې خپلو دندو ته دوام وركوي چې په يوشمېرسيمو كې كورنۍ د ځينو دودنو او ستونزو له امله نه غواړې چې د كورنۍ ښځينه غړي يي دې د پوليسو په ليكو كې دنده ترسره كړي.

خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې اوس مهال يوشمېر ښځو د سيمه اېزو دودونو دا ځنځيرونه شلولي دي او ډير شمېر ښځو او انجونو د پوليسو په ليكو كې د دندې ترسره كولو ته زړه ښه كړى دى.

چارواكي وايي، چې دوي د ښځينه پوليسو لپاره د نارينه وو په پرتله ډير امكانات برابر كړي دي او غواړي چې دې امكاناتو ته په كتو په راتلونكو كلونو كې د ښځينه پوليسو شمېر زيات كړي.

راپور : ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG