د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د سودارګرۍ وزارت ویاند وايي د تېلو بیې ټیټې شوې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت وياند فرهاد افغانزوى
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت وياند فرهاد افغانزوى

له كابو دوو مياشتو راهيسې په افغانستان کې د پترولو او ډيزلو بيې پورته شوي، چې د خلكو او موټر چلوونكو شكايتونه يې راپورته كړي دي. د سوداګرۍ او صنايعو وزرارت د پنجشنبى په ورځ د دې علتونه بيان او اعلان يې وكړ، چې له خصوصي سكتور سره دې نتيجې ته رسيدلي، چې د تيلو په بيو كې كموالى راولي او دا پرېكړه سر له همدې ورځى د تطبيق وړده خو خلك وايي، اوس هم دا بيې پورته دي.

سره له دې په افغانستان كې د تيلو او ډيزلو د بيو لوړوالى د خلكو شكايتونه پارولي خو د افغانستان د سودارګرى او صنايعو وزارت د هېواد له سوداګرو او واردوونكو سره د خبرو په ترڅ كې دې نتيجې رسيدلي دي، چې په هېواد كې د تيلو په بيو كې كموالى راولي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت وياند فرهاد افغانزوى، د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې خصوصي سكتور ورسره منلې ده، چې د هيواد په مركز او ولايتونو كې به په ټولو ټاكونو كې تيل په كمه بيه وپلوري:

"سره له ننه، له لس بجو وروسته به د يوليټر پټرولو بيه اوه څلويښت او د يوليټرو ډيزلو بيه به شپږڅلويښت اوسي.

داپريكړه له خصوصي شرکتونو سره شوي ده او سربېره پر دې هڅې روانې دي، چې دا بيې نورې هم راټيټې كړو."

سره له دې چې اوس هم خلك او موټر چلوونكى دغه كموالى كافى نه بولي
خو د سوداګرى د وزارت وياند په وروستيو دوو مياشتو كې د تېلو د بيیو د پورته كېدو د لاملونو په هكله وويل، چې ازبكستان اوسمهال په يوه ټن تيلوسل ډالره ګمركي ماليه زياته كړې ده.

بله دا چې قزاقستان په دې شپوورځو كې د ځمكو د حاصلات په ټولولو بوخت او د تيلو صادرول يې په موقتي توګه ځنډولي دي او درېيم دا چې، ازبكستان په دې ورځو كې پر افغان ترانزيت بنديزونه لګولي دي.

افغانزوى وويل، د دې ستونزو اواري ته يې جدي تدابيرنيولي دي:

"يو د دولت د ادارو او خصوصي سكتور څخه يوګډه پلاوى ګمارل شوي، چې سبا ازبكستان ته ولاړ شي او په ستونزې خبرې وكړي.

د بهرنيو چارو وزارت په دې هكله هڅې پيل كړي او په نږدې راتلونكي كې به شته ستونزه تريوه ځايه اواره شي."

په دې هكله تيره ورځ د ولسي جرګې په غونډه كې هم وويل شول، چې د سوداګرۍ وزارت په دې برخه كې پر وخت اقدام نه دى كړى.

سربيره پردې كارپوهان وايي، چې د سوداګرۍ وزارت بايد مخكې له مخكې داسې پېښو ته تدابير نيولى اوسي.

خو افغانزوى وايي، چې جمهوررييس د يولكو شل زره ټنو تيلو د اخيستو حكم كړی دی او په لږو ورځو كې به عملي او د خلكو ستونزي له مينځه يوسي.
XS
SM
MD
LG