د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

كرزى د سيكا غونډې ته د ګډون لپاره تركي ته لاړ


افغان ولسمشر حامد كرزى
افغان ولسمشر حامد كرزى

افغان ولسمشر حامد كرزې په يوه نړېواله غونډه كې د ګډون او له تركي چارواكو سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ دغه هېواد ته روان شو. افغان ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ كې د اسيايي هېوادونو ترمنځ د باور او همكارۍ د رامنځ ته كولو د سازمان په غونډه كې برخه واخلي. تمه ده، چې ښاغلې كرزې به د دې غونډې په څنډه كې د تركي له ولسمشر او صدراعظم سره هم وګوري.

د اسيايي هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په برخه كې د همكارېو پياوړي كول د هغو اساسي اهدافو څخه دى، چې د اسيايي هېوادونو ترمنځ د باور او همكارېو د رامنځ ته كولو سازمان يا سيكا پرې په خپله درېمه سرمشريزه كې بحث كوي.

افغان ولسمشر حامد كرزې هم په دې سرمشريزه كې د ګډون او له تركي چارواكو سره د خبرو لپاره انقرې ته روان شوې دې.

د ښاغلي كرزي وياند وحيد عمر د دوشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې ولسمشر به دې سرمشريزې ته وينا كوي، چې تر ډيره به له افغانستان سره د همكارېو په جلبولو متمركزه وي:

"افغان ولسمشر به دې غونډه ته خپله وينا وړاندې كوي، چې په سيمه ايزو همكارېو، د افغانستان په رول او په هغو امكاناتو به متمركزه وي، چې افغانستان يي اسيايي هېوادونو ته لري.

د دې ترڅنګ طبعي ده، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې او د پخلاينې د روان بهير په اړه به هم ځينې څرګندونې ولري."

تركيي ته د ولسمشر كرزي له سفره مخكې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر زلمې رسول هم په دې غونډه كې د ګډون لپاره، چې د درېو ورځو لپاره به دوام كوي انقرې ته تللې دې.

د دې غونډې په څنډه كې د بخث يوه بله مسئله د افغانستان او پاكستان ترمنځ د همكارۍ مسئله ده، چې د تركيي د بهرنيو چارو د وزير په حضور كې به د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ په ليدنه كې پرې بحث وشي.

د بهرينو چارو د وزارت وياند احمد ظاهر فقيري له ازادۍ راډيو سره په خپلو خبرو كې وويل، چې دا د افغانستان پاكستان او د تركيي د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ پنځمه ناسته ده.

تمه ده، چې د سيكا او يا د اسيايي هېوادونو ترمنځ د باور او همكارېو د سازمان په غونډه كې د اټومي وسلو د كارولو د منع كولو له انرژۍ څخه د سالمې ګټې اخستنې او د دغو هېوادونو ترمنځ د امنيت او همكارېو پورې د تړلو مسئلو په اړه خبرې وشي.

په داسې حال كې، چې چارواكي په داسې غونډو كې د افغان مشرانو د ګډون په اهميت ټينګار كوي، خو كتونكي بيا دا انتقاد كوي، چې افغان چارواكي له داسې غونډو نه په ګټوره توګه ګټه نه شي پورته كولې.

راپور: حميد مومند
XS
SM
MD
LG