د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

په کابل کې د ماشوم نړېواله ورځ ولمانځل شوه


د غبرګولي يولسمه نيټه د ماشومانو نړيواله ورځ نن په كابل كې د افغانستان د كار او تولنيزو چارو وزارت له خوا ولمانځل شوه. په دغه غونډه كې چې د چارواكو تر څنګ ماشومانو هم ويناوې وكړې له افغان دولت څخه وغوښتل شول چې د ماشومانو د ماشومتوب د حقونو د خوندي كولو په برخه كې جدي هڅې وكړي.

ماشومان كه د مشرق كه د مغرب دي
د ژړا او خندا انداز يې يو دى

د شاعر له دې شعر څخه دا مانا هم اخيستلى شو چې د ماشومانو حقونه كه چيرې وي او څنګه وي له كوم توپير پرته بايد دوى ته وركړل شي.

خو په افغانستان كې ويل كيږي، چې د ماشومانو نيم په نيمه حقونو دوى ته نه دي وركړل شوي او د ماشومانو د حقونو د نړيوال كنوانسيون د موادو په اړه هم د خلكو او مسوولو ارګانونو د پوهاوي كچه ټيټه ده.

افغان ماشومان له خپل دولت څخه غواړي، چې د ماشومانو د ستونزو د هواري برخې ته جدي پام واړوي.

په هغه لمانځغونډه كې چې د سې شنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا د غبرګولي د يولسمې نيټې د ماشومانو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه، د كارګرو ماشومانو په استازيتوب نوروز علي د ګڼو نورو سپارښتنو تر څنګ له افغان دولت وغوښتل چې د كارګرو ماشومانو د ستونزو د هواري په خاطر دې د دوى د كورنۍ مشرانو ته د كار كولو اسانتيا برابره كړي:

"نن سبا ماشومان د بيلابيلو ستونزو سره مخ دي، چې يوه يې د درنو كارونو د تر سره كولو ستونزه ده، دولت بايد د ماشومانو د كورنۍ
مشرانو، مور او پلار ته د كاركولو اسانتيا برابره كړي تر څو ماشومان اړه نه وي چې له ماشومنتوبه په يوې مړۍ، ډوډۍ پسې سرګرادنه وي."

ويل كيږي، چې په افغانستان كې په زرګونه ماشومان د كورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله كار كوي او د تعليم څخه بې برخې پاتې دي.

د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزيرې امنه افضلي غونده ته په خپله وينا كې وويل، چې په كار ده افغان دولت د افغانستان د جګړه ځپلو ماشومانو د وضيعت د ښه كولو په هدف عملي ګامونه پورته كړي:

"له درې لسيزو جګړو ورسته ديرى زمونږ ماشومان اغيزمن شوي دي، نو په كار ده چې ټولنه او دولت ماشومانو ته رسيده ګي وكړي او د ماشومانو روح او روان اغيزمن نه شي، ماشومان د هيواد راتلونكي جوړونكي دي، موږ بايد هڅه وكړو، چې د دوى د وصيعت د ښه كولو لپاره عملي ګامونه پورته كړو."

د ماشومانو د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه كې د ولسمشر كرزي د مباركۍ په پيغام كې چې دا هم د ميرمن افضلي له خوا ولوستل شو په بهرنيو موسسو او ټولنو غږ شوى و چې د افغانستان د ماشومانو وضيعت ته پام واړوي او په دې پرخه كې خپل پروګرامونه وغڅوي.

كه څه هم داسې انتقادونه موجود دي، چې د غبرګولي د يولسمې نيټې د ماشومانو د نړيوالې ورځې لمانځل هم د يو شمير نورو ورځو په شان نمايشي بڼه لري خو يو شمير ماشوم روزونكي په دې باور دې چې د دغې ورځې لمانځل د ماشومانو په روحياتو ښه اغيز لري او په دې توګه دى د يو شخصيت احساس كوي .

د كابل د الفتح د وړكتون يوه ماشومه هيله نورو ماشومانوته د ماشوم د نړيوالې ورځې مباركي وايي.
XS
SM
MD
LG